دمګړی دولدونګ لرونکي او ستنېدنې ته په انتظار کسان د ژبي کورس نه سي ويلای
دمګړی دولدونګ لرونکي او ستنېدنې ته په انتظار کسان د ژبي کورس نه سي ويلای

د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړې مامورې، انېت ويدمن ماوڅ، د ټولو پناه غوښتونکو له پاره د آلماني د ژبې د کورس وړانديز کړی دی. دمګړی يوازي هغه چا ته دغه کورس برابريږي چي د پاته کېدو لرليد ولري.

انېت ويدمن ماوڅ چي د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړې استازې يا ماموره ده، په دې نظر ده چي بايد بېله استثنی ټولو مهاجرو ته د آلماني ژبي د کورس ويلو امکانات برابر کړل سي. د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي د مسيحي دموکرات ګوند دغې سياستوالې ويلي چي په دې ترڅ کي بايد په آلمان کي د اړونده مهاجر د پاته کېدو زيات چانسونه يا ښه لرليد شرط نه وي.

ويدمن ماوڅ په يو ليک کي د کورنيو چارو له وزير هورست زېهوفر او د روزګار له وزير هوبېرتوس هايل څخه غوښتي دي چي د ژبي کورسونه دي بېله د پاته کېدو د لرليد له شرط څخه ټولو مهاجرو ته ورکړل سي. آلمانۍ ورځپاڼي «راهنيشه پوست» چي ورته د ويدمن ماوڅ د ياد ليک يوه کاپي رسېدلې، په دې تړاو يې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۳مه) په خپل يو راپور کي معلومات خپاره کړي ول.

د راپور له مخي په دغه ليک کي ويدمن ماوڅ و يادو وزيرانو ته ليکلي چي زيات شمېر هغه پناه غوښتونکي چي «دولدونګ» لري او له آلمان څخه د وتلو په انتظار وي، بيا هم پکښي زيات شمېر يې «په دوامداره اوږده توګه» په آلمان کي پاته وي. هغې زياته کړې چي له دې کبله په دې نظر ده چي د ژبي او حرفوي زدکړو په ترڅ کي امکانات بايد لا زياتو کسانو ته برابر کړل سي.

د ويدمن ماوڅ د وړانديز له مخي بايد چي د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هيوادونو هغه وګړي چي په آلمان کي ژوند کوي، هغوی ته هم بايد د ژبي او د حرفوي زدکړو په ترڅ کي امکانات برابر کړل سي. تر اوسه دا صرف هغه وخت ممکن وي چي په اړونده کورسونو کي ځايونه خالي وي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزارت وياندې ويلي چي د ائتلافي حکومت د ګوندونو په ائتلافي تړون کي راغلي چي د هغو کسانو سره د ژبي د زدکړي او د کار موندلو په ترڅ کي مرستي وسي چي په نژدې راتلونکي کي يې بېرته ستنېدنه نه وي مطرح. وياندي زياته کړې چي په دې تړاو د بهرنيو چارو د وزارت سره تماس نيونه جريان لري.

د ورځپاڼي د راپور له مخي ويدمن ماوڅ په ليک کي ليکلي چي په ادغام کي پانګونه کول د آلمان په ښه راتلونکي کي پانګونه کول دي.

KNA


 

نورې ليکنې