جرمني، مونیخ: هغه الوتکه چې افغان کډوال افغانستان ته وړي. کرېډېټ: پیکچر الاینیز، دي پي اې. م. بالک
جرمني، مونیخ: هغه الوتکه چې افغان کډوال افغانستان ته وړي. کرېډېټ: پیکچر الاینیز، دي پي اې. م. بالک

افغانستان کې له امنیتي ګواښونو سره سره د اروپایي ټولنې غري هیوادونه افغان کډوال له خپلو خاورو ایستلی شي. په ۲۰۱۷ کې تر ۶۰۰۰ ډېر کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي. د بخښنې نړیوال سازمان او سیماد وایي چې د افغان کډوالو د اخراجولو بهیر باید ډېر ژر پای ته ورسېږي.

۲۵ کلن افغان کډوال محمد له څو اوونیو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي. تر دې مخکې د نوموړي پناه غوښتنه په سویډن کې رده شوې وه او هغه د سویډن د خاورې پرېښودلو حکم ترلاسه کړی و. محمد وایي فرانسې ته راغلی ځکه نه غواړي بېرته افغانستان ته اخراج شي.

خو محمد ډوبلینی شوی کډوال دی. مانا یې دا چې پناه غوښتنه یې له سویډن سره تړاو لري. له همدې کبله هغه فرانسه کې له حقوقي ساتنې څخه نه شي برخمن کېدی.

اوس پوښتنه دا ده: ایا فرانسوي چارواکي حق لري چې محمد بېرته افغانستان ته اخراج کړي؟ هو.

بشپړ معلومات.

د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ پرېکړه

د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ د ۲۰۱۶ د پرېکړې پر بنسټ اروپایي هیوادونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراجولی شي. دغه پرېکړه په افغانستان کې د اخراج شویو کډوالو د بېرته ادغامېدو زمینه اسانوي.

د فرانسې د سنا د یو رپوټ (فبروري، ۲۰۱۹) له مخې د یادې پرېکړې موخه دا ده چې له یوې خوا د کډوالو د اخراجېدو او بېرته ادغامېدو زمینه برابره شي او له بل لوري د ناقانونه مهاجرت د شبکو پر وړاندې مبارزه وشی.

مانا یې دا چې ټول اروپایي هیوادونه حق لري چې محمد بېرته افغانستان ته اخراج کړي. فرانسه کولی شی چې هغه بېرته سویډن ته ور ولېږي. خو دغه هیواد همداراز کولی شي چې د ده دوسیه وڅېړي، رد یې کړي، او د هغه د اخراج په اړه تصمیم ونیسي.

د یادونې وړ ده چې فغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د یو رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ کې شاوخوا ۲۳۰۰ کسان دغه هیواد کې په ځان وژونکو برېدونو کې وژل او یا ژوبل شوي دي.

د اخراج بهیر دې پای ته ورسېږي

ګڼ شمېر سازمانونه د افغانستان او اروپایي ټولنې تر منځ له پرېکړې سره مخالفت ښودلی. د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو او مهاجرو مسوله لولا شولمان وایي چې دغه سازمان او سیماد غواړي چې د افغان کډوالو د اخراج بهیر د لنډې مودې له پاره متوقف شي.

د دغه سازمان په حواله اروپایي هیوادونه وایي چې افغانستان یو مطمئن هیواد دی، ځکه دلته خلک کولی شي چې له ناامنو سیمو امنو سیمو ته کډه وکړي.

په ځینو مواردو کې ډوبلیني شوي پناه غوښتونکي د افغانستان داسې سیمو ته استول کېږي چېرې چې دوی هېڅ  خپل او خپلوان نه لري. په ځینو مواردو کې هم کډوال له افغانستان سره هېڅ آشنایي نه لري ځکه چې دوی اروپا ته تر را تلو مخکې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کاوه.

۲۰۱۷ کې ۶۰۰۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د یوروستاټ د شمېرو له مخې ۲۰۱۷ کې د اروپایي هیوادونو د خاورې د پرېښودلو ۲۹۰۰۰ حکمونو صادر شوي. خو ټول دغه حکمونه نه دي تطبیق شوي. مانا یې دا چې ۲۰۱۷ کې ۶۶۲۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي دي. دا په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ کې ۹۴۸۰ کډوال او ۲۰۱۵ کې ۳۲۹۰ کسان افغانستان ته اخراج شوي وو.

خو ۲۰۱۸ کې د اخراج شویو کډوالو شمېر لا نه دی معلوم. د فرانسې د سنا په رپوټ کې راغلی چې ۲۰۱۸ کې ۲۰ کډوال په جبري ډول کابل ته ور استول شوي دي.

په ۲۰۱۶ کې ګڼ شمېر افغان کډوال له المان، یونان او سویډن څخه بېرته افغانستان ته اخراج شول. د لولا شلومان په حواله په ۲۰۱۷ کې ډېر افغان کډوال له ناروې او سویډن څخه افغانستان ته ور استول شوي دي.

اروپا کې افغانستان د کډوالۍ له اړخه دویم مقام لري.

د بخښنې نړیوال سازمان احصایه

 

نورې ليکنې