په راپور کي د ۳۱۰۰ قربانيانو خبره سوې چي پکښي د ماشومانو تر څنګ بالغان هم شامل دي.
په راپور کي د ۳۱۰۰ قربانيانو خبره سوې چي پکښي د ماشومانو تر څنګ بالغان هم شامل دي.

د يو نوي راپور له مخي و بريتانيې ته قاچاق کېدونکي ماشومان د قاچاق وړونکی د جبري کار او جنسي تېريو قربانيان وي. اروپا د قربانيانو پېژندلو او ژغورلو ته په کافي اندازه اړين امکانات نه لري.

له ويتنام څخه و اروپا ته د انسانانو د قاچاق په هکله يو نوی راپور خپور سوی دی. دغه راپور د غلامۍ ضد نړيوال سازمان، د ماشومانو د قاچاق بريتانوی سازمان (ECPAT UK)، او د اوقيانوس د اړيکو د بنسټ له خوا په ګډه چمتو سوی او د بريتانيې د کورنيو چارو له خوا تمويل سوی دی.

 د ياد راپور بشپړه متن په انګريزي ژبه دلته لوستلای سئ.

 په ياد راپور کي د دنګ په نوم يوې ويتنامۍ ماشومې داستان هم راغلی چي په ويتنام کي د يوې مېرمني له خوا په داسي توګه اختطاف سوې، چي دغې مېرمنې ورسره زړسوی ښودلی او بيا يې ورته غذا ورکړې وه. دغه ماشومه وروسته په چين کي پر هوښ راغلې. څو ورځي وروسته و اروپا ته په سفر مجبوره کړل سوې وه. هغه نه وه پوه چي چيري بيول کيږي.

په فرانسه کي يو ځل هغه لارۍ موټر درول سوی چي پکښي دغه اختطاف سوې انجلۍ هم موجوده وه. دا چي د پوليسو سره ژباړونکی نه ؤ نو دغې انجلۍ ونه کولای سوای چي پوليسو ته خپل احوال ووايي. پوليسو دغه انجلۍ خوشي کړه او په سمدستي توګه بېرته د قاچاق وړونکو په منګولو کي ولوېده. کله چي دنګ بريتانيې ته ورسول سوه نو هغه بدلمنۍ ته مجبوره کړل سوه تر څو هغه پيسې چي پر لګول سوي وې بېرته وګټي.

د ياد راپور د چمتو کولو له پاره څېړونکو د يو کال په جريان کي پر دې څېړنې او پلټنې وکړې چي له ويتنام څخه پر کولو لارو او څنګه انسانان اروپا ته قاچاق کيږي. په دې ترڅ کي له ويتنام څخه د پولند، چيک جمهوريت، فرانسې، هالند او بريتانيې پوري د انسانانو د قاچاق پلونه تعقيب سوي دي.د اعدادو او شمېرو له مخي ۳۱۰۰ بالغ او ماشوم کسان ثبت سوي چي د انساني قاچاق قرباني سوي دي.

د قاچاق وړونکو له پاره آسان کار

دا چي انسانان څنګه د قاچاق وړونکو منګولو ته لويږي په لاملونو کي يې د نورو تر څنګ بې وزلي او د خپلي کورنۍ د خرابي اقتصادي وضعې د بهتره کولو خواهش شامل وي. د يادې څېړنې په حواله زيات ويتناميان چي غواړي خپل مادي وضعيت بهتره کړي او د کار په تلاښ کي د داسو کسانو قرباني ګرځي چي ورته په اصطلاح پر ګوتو کشمير جوړوي. په دې ترڅ کي د کار او بهتره ژوند په تلاښ دغه کسان د قاچاق وړونکو قرضدار کيږي.

د ياد راپور د ليکونکو په وينا عموما له ويتنام څخه ماشومان د الوتکي په مرسته روسيې ته وړل کيږي او له هغه ځای څخه بیا پر مځکنۍ لاره د سپيني روسيې، اوکراين، پولند، چيک جمهوريت، آلمان، هالند او فرانسې پوري رسول کيږي. زياته سوې چي د دغه قاچاق نوي لاري هم د راڅرګندېدو په حال کي دي.

په راپور کي راغلي چي ماشومان د هغو انساني قاچاق وړونکو قرضداره وي چي ورسره د ښه کار موندلو په ژمنه يې سفر ته هڅولي وي. زياته سوې چي دغه ژمنه سوي کارونه هغسي نه وي لکه چي ورته ويل سوي وي بلکه دغه ماشومان جبري کار ته مجبوره کړل کيږي او زبېښاک يې کيږي تر څو خپل پورونه يا قرضې ادا کړي.

د هيڅ چا مسؤليت هم نه

د غلامۍ ضد سازمان څخه ياسمين او کورنر د راپور جوړونکو ته ويلي دي چي کوم ماشومان چي له ويتنام څخه و بريتانيې ته د انساني قاچاق په مرسته رسېدلي وي، د هغوی سره پر اکثريت يې په لوړه اندازه زورزياتی سوی وي. د هغې په وينا له ويتنام څخه و اروپا ته د ماشومانو انساني قاچاق ويرونکی دی.

د دنګ په نوم انجلۍ چي په فرانسه کي د پوليسو له خوا په لاري کي موندل سوې او بيا بېرته خوشي کړل سوې وه، هغه ستونزه روښانه کوي چي په اصطلاح د مهاجرت پر لاره د اروپا «ترانزيتي هيوادونه» څه ډول چلن کوي. د راپور له مخي په زياتو مواردو کي د اړونده هيوادونو چارواکو د انساني قاچاق قربانيانو سره د جنايتکارانو په شان چلن کړی.

د دېبي بيدل په نوم کارپوهيي د ياد راپور ليکونکو ته ويلي چي «د نړيوالو قوانينو له مخي د دولتونه وظيفه ده چي هغوی د ماشومانو د قاچاق او زبېښاک مخه ونيسي. دا د منلو وړ نه ده چي هيوادونه د انساني قاچاق قرباني ويتنامي ماشومانو ته د نورو دولتونو د ستونزې په توګه ګوري

په راپور کي د دنګ په نوم قرباني انجلۍ نقل قول داسي راوستل سوی دی: «زه د داسي خلکو له خوا چي ورڅخه بيرېدلم اروپا ته يووړل سوې وم. په فرانسه کي پوليسو زما سره مرسته ونه کړه او زه بېرته د قاچاق وړونکو په منګولو کي ولوېدم. په بريتانيه کي زما سره داسي چلن وسو لکه زه چي جنايت کاره يم. يو شی چي زه يې د اروپا خلکو ته ويل غواړم هغه دا دی چي که ستاسو د ماشوم سره داسي څه وسي نو بیا به يې له پامه ونه غورځوئ. يو شی چي زه يې د بريتانيې له حکومت څخه پوښتل غواړم هغه دا دی چي ولي قربانيانو ته د جنايتکارانو په سترګه ګوري؟»

ليکونکی: مناسي ګوپالاکريشنان
د خپرېدنې لومړۍ نېټه: د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۱۱مه نېټه
ټول حقونه د آلمان ږغ سره خوندي دي.
آلمان ږغ دويچه وېله د باندنيو پاڼو د متن مسؤليت په غاړه نه اخلي
منبعد آلمان ږغ دويچه وېله

 

نورې ليکنې