د مارچ ۶مه: د ایټالیا په کالابر سیمه کې سن فرډیناندو کمپ د چارواکو له خوا ویجاړ شو. کرېډېټ: انسا
د مارچ ۶مه: د ایټالیا په کالابر سیمه کې سن فرډیناندو کمپ د چارواکو له خوا ویجاړ شو. کرېډېټ: انسا

له څو میاشتو راهیسې ایټالیا کې د کډوالو کمپونو د تشولو عملیاتونه چټک شوي دي. تېره اوونۍ د ایټالیا په کالابر سیمه کې شاوخوا ۱۶۰۰ کډوال له یو کمپ څخه وایستل شول. د دغو کډوالو له ډلې څخه اوس مهال شاوخوا ۹۰۰ کسان په یو بل ناقانونه کمپ کې ژوند تېروي.

د مارچ پر ۶مه کالابرا سیمه کې د سان فرډیناندو کمپ وتړل شو. د دغو عملیاتو په پایله کې شاوخوا ۱۶۰۰ کسان له کمپه وایستل شول.

دغه ناقانونه کمپ د هغو کډوالو له خوا جوړ شوی و چې زیان منونکي دي او یا په موسمي دندو بوخت دي. دغه کډوال ایټالیا کې د اوسېدو ځای نه لري او معاش یې لږ دی.

د کالابرا سیمې په دغه کمپ کې ښځې، ماشومان او سړي اوسېدل.

مارچ میاشت کې د یادو عملیاتو پر مهال ځینې کډوالو ته د اوسېدونه ځایونه برابر شوي خو ځینې نور یې په سړکونو کې یوازې پرېښودل شوي دي.

اوس مهال دغه سیمه کې هېڅ ابادي نه شته او د کډوالو خونې ویجاړې شوې دي.

د کالابر سیمې قومندان میشل دي باري وایي: «د عملیاتو پر وخت دغه کمپ کې شاوخوا ۱۵۹۲ کډوال موجود وو. نږدې ۲۰۰ کسان د هرکلي مرکزونو ته و استول شول، ۴۶۰ نور کډوال په خپله خوښه له سیمې څخه تللي او ۹۳۲ کسان تر خیمو لاندې ژوند کوي.»

سلیمان یو له دغو کډوالو دی چې تر خیمو لاندې اوسېږي. دغه سوډاني کډوال وایي چې خیمه یې پخواني کمپ ته نږدې موقعیت لري او ژوند کې یې کوم خاص بدلون نه دی راغلی.

«سیاسي او رسنیز عملیات»

ایټالوي عکاس سالواتور چې له کلونو راهیسې کمپونو کې د کډوالو ژوند تعقیبوي وایي، خیمو کې د کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی. نوموړی په دې اند دی چې په راتلونکې کې ممکن د کډوالو تر منځ شخړې رامنځته شي.

بل لور ته یوه ایټالوۍ ورځپاڼه (Chroniques du racisme ordinaire) وایي چې دغه عملیات سیاسي او رسنیز موخې درلودلې. د ورځپاڼې په وینا د یادو عملیاتو په پایله کې هېڅ کوم بدلون نه دی رامنځته شوی.

ورځپاڼه وایي چې ایټالیا کې د کرهنې په برخه کې د کارکوونکو د استثمار مخه نه نیول کېږي او دولت دوی ته ټولنه کې د ادغام زمینه نه برابروي.

سیمه کې یو کډوال سلیمان وایي چې د عملیاتو په پایله کې یې خپل د اوسېدو ځای او کار له لاسه ورکړي. نوموړی زیاتوي چې دغه کمپ کې کم سنه کډوال هم موجود وو. خو اوس یې وضعیت نامعلوم دی.

د سلیمان په خبره ایټالیا کې د کډوالو ژوند سخت دی. هغه وایي چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د نوي قانون تر تصویبېدو وروسته دغه هیواد کې کډوال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په وروستیو میاشتو کې د ایټالیا په وینسیا، پوی او سیسیل سیمو کې نور کمپونه هم وتړل شول.

اټکل دی چې په راتلونکو اوونیو کې ایټالیا کې نور کمپونه هم وتړل شي.

 

نورې ليکنې