کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس
کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د پنجشنبې پر ورځ یې د انساني قاچاق په تور یو شکمن سړی نیولی دی. د چارواکو په خبره دغه سړی هڅه کوله چې کډوال له یونانه صربیا ته یوسي.

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د پنجشنبې پر ورځ (د مارچ ۱۴مه) یې د انساني قاچاق په تور یو شکمن سړی نیولی دی. د چارواکو په خبره دغه سړی هڅه کوله چې کډوال له یونانه صربیا ته یوسي.

د شمالي مقدونيې پولیس د شنبې پر ورځ وویل چې د پنجشنبې پر ورځ یې د یاد هیواد په یوه لویه لاره کې یو افغان او څلور پاکستاني کډوال نیولي دي.

د یادو کډوالو د قاچاق په تور یو شکمن مقدونیایي سړی هم نیول شوی. د شمالي مقدونیې د یو قاضي د پرېکړې له مخې یاد کس په ۳۰ ورځو بند محکوم شوی دی. 

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۵م کال له مې میاشتې راهیسې د بالکان مسیر د کډوالو پر مخ تړل شوی دی.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: شمالي مقدونیه: ۶ افغان کډوال په یوه لارۍ کې وموندل شول

 

نورې ليکنې