د اټن توره نقشه
د اټن توره نقشه

اټن ښار کې د «اټن توره نقشه» په نامه یو نندارتون جوړ شوی دی. د یاد نندارتون هدف دا دی چې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته لیدونکو ته د کډوالو پر وړاندې د ترسره شوېو تاوتریخجنو پېښو په اړه معلومات ورکړي.

د یونان په پلازمېنه اټن کې د «اټن توره نقشه» په نامه یو نندارتون جوړ شوی دی. د یاد نندارتون موخه دا ده چې د نوې ټکنالوژۍ په مرسته لیدونکو ته د هغو تاوتریخجنو پېښو په اړه معلومات ورکړي چې دغه ښار کې د سخت دریځو ډلو له خوا تر سره شوې دي.

نندارتون په داسې حال کې جوړېږي چې تېره جمعه (د مارچ ۱۵مه) د نیوزیلنډ د کرایسټ چرچ ښار پر دوو جوماتونو د ترهګریزو بریدونو په پایله کې شاوخوا ۵۰ کسان مړه او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شول.

د «فونډاسیون روزا لوګزامبورګ» سازمان د یونان څانګې مشر الکترا الکساندروپولو د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «هدف مو دا دی چې اټن کې د خلکو جمعي حافظه پیاوړې شي.»

یاد فونډاسیون او د بشري حقونو ۳۶۰ په نامه یو بل سازمان د دغه نندارتون جوړوونکي دي. نندارتون د اټن ښار مرکز په تکنوپولیس کلټوري مرکز کې جوړ شوی.

«د اټن توره نقشه» نندارتون کې ۵۰ داسې ځایونه رسم شوي چېرې چې په ځانګړې توګه د کډوالو پر ضد تاوتریخجنو پېښو ترسره شوې دي.

د دغو پېښو عاملین د یونان د اوب دورې د سخت دریځې ګوند غړي او یا پلویان وو.

د یاد نندارتون په مرسته لیدونکي د اټن په کوڅو کې داسې سټیکرونه موندلی شي چې د یو کیو آر کوډ په لرلو سره د هرې پېښې په اړه معلومات ورکوي.

د بشري حقونو سازمان استازې الېنا تاکو وایي: «د سټیکر په سکنولو سره دغه سایټ (https://valtousx.gr) د هرې پېښې په اړه انځوریز معلومات ورکوي.»

نندارتونون کې د ۲۵ هنرمندانو رسمونه موجود دي.

د نندارتون د جوړوونکو په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه اقدام موخه دا ده چې خلکو ته د اټن د هغو کوڅو په اړه معلومات ورکړي چېرې چې د اوب دورې سخت دریځې ډلې له خوا د تاوتریخوالي پېښې شوې وې. 

د نندارتون جوړوونکي همداراز وایي چې ۲۰۱۹ د اوب دورې ګوند د محاکمې له پاره یو مهم کال دی.

اټکل دی چې ۲۰۲۰ کې د یادې ډلې د بریدونو په اړه پرېکړه وشي. 

 

نورې ليکنې