یو کډوال د زنتان په توقیف ځای کې. کرېډېټ: دي ار
یو کډوال د زنتان په توقیف ځای کې. کرېډېټ: دي ار

په تېرو څو ورځو کې د لیبیا د طرابلس ښار په زنتان توقیف ځای کې ځینې کډوال د لوږې له کبله مړه شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د بشري حقونو مدافع بسټونه لیبیایي توقیف ځایونو کې د خوړو نشتوالي په اړه خبرداری ورکوي.

نن سبا لیبیایي توقیف ځایونو کې په زرګونو کډوالو په بند کې دي. د لیبیا د طرابلس ښار په زنتان توقیف ځای کې، چې د ناقانونه مهاجرت سره د مبارزې ادارې سره تړاو لري، د کډوالو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ دی. د انځورونو له مخې په تېرو څو ورځو کې ځینې کډوال د لوږې له کبله مړه شوي دي.

د جان* په نوم یو کډوال، چې له څو میاشتو راهیسې د زنتان په توقیف ځای کې دی، کډوال نیوز ته وایي چې دغه ځای کې اوبه او خواړه نه شته. نوموړی زیاتوي: «له سپټمبر راهیسې ۱۴ کډوال مړه شوي. ځینې کډوال ناروغان وو، ځینې نور کسان د لوږې له کبله مړه شوي دي.»

کډوال د زنتان په توقیف ځای کې. کرېډېټ: دي ار

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ لیبیايي توقیف ځایونو ته لاسرسی لري. خو د جان په خبره، تر اوسه پورې هېڅ کوم سازمان زنتان توقیف ځای ته نه دی تللی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د چینل ۴ رپوټ: لیبیا کې د شکنجه شویو کډوالو ټکان ورکوونکي انځورونه

نوموړی وایي چې د مارچ پر ۱۲مه ځینې نور کډوال هم مړه شوي دي – دوه سړي او یوه ښځه.

کډوال د زنتان په توقیف خانه کې. کرېډېټ: دي ار

بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونه عالي کمیسارۍ کډوال نیوز ته وایي: «موږ په منظمه توګه زنتان توقیف ځای ته ځو، خو یوازې د روغتیایي اسانتیاوو د برابرولو له پاره. دا د لیبیایي چارواکو دنده ده چې کډوالو ته خواړه ورکړي.» د بشري حقونو یوه کارپوهه ګیولیا ترانچینا په حواله د زنتان توقیف ځای ساتونکي ویلي چې د کډوالو له پاره کافي خواړه نه لري.

د یادونې وړ ده چې زنتان توقیف ځای کې د مړه شویو کسانو کره شمېر لا معلوم نه دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د مړه شویو کسانو د شمېر په اړه معلومات نه لري.

بل لور ته جان وایي: «دلته د ژوند وضعیت ټکان ورکوونکی دی. موږ کومه هیله نه لرو. ناروغانو ته څه ویلی شو؟ موږ پناه غوښتونکي یو. ولې چارواکي زموږ غوښتنو ته پام نه کوي؟»

د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې. د زنتان توقیف ځای انځور. کرېډېټ: دي ار

 

* مستعار نوم


 

نورې ليکنې