د کډوالو د ژغورنې کښتۍ مار جونیو مدیترانه کې د کډوالو د ژغورلو عملیاتونه ترسره کوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/دي پي اې/مدیترانیا/سي واچ
د کډوالو د ژغورنې کښتۍ مار جونیو مدیترانه کې د کډوالو د ژغورلو عملیاتونه ترسره کوي. کرېډېټ: پیکچر الاینز/دي پي اې/مدیترانیا/سي واچ

د مار جونیو په نامه یوه ایټالوۍ کښتۍ د سه شنبې پر ورځ د ایټالیا لمپدوسا بندر ته تر رسېدو وروسته د ایټالوي چارواکو له خوا ونیول شوه. دغه کښتۍ کې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۴۹ کډوال سپاره وو.

د مار جونیو په نامه یوه ایټالوۍ کښتۍ، چې د دوشنبې پر ورځ (د مارچ ۱۸مه) یې ۴۹ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو، د سه شنبې پر ورځ د ایټالیا لمپدوسا بندر ته تر رسېدو وروسته د ایټالوي چارواکو له خوا ونیول شوه.

تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي و چې د دغه هیواد ټول بندرونه د ژغورنې کښتیو پر مخ تړلي دي.

بل لور ته د لمپدوسا ښاروال د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر پر دریځ نیوکه وکړه. توتو مارتیلو وویل چې تېر کال تر ۳۰۰۰ ډېر کډوال د قاچاق وړونکو په کښتیو کې لمپدوسا ته ننوتلي دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د مار جونیو کښتۍ ټول کارکوونکي نیول شوي دي.

نوموړی زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه تحقیقات په «راتلونکو ساعتونو» کې پیلېږي.

د دوشنبې پر ورځ مار جونیو د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۴۹ کډوال وژغورل.

د مدیترانیا ټولنې د یوې خبرپاڼې له مخې: «مار جونیو یوه داسې کوچنۍ بېړۍ ژغورلې چې وضعیت یې ډېر خراب و او شاوخوا ۵۰ کسان په کې سپاره ول

د ژغورل شویو کسانو په ډله کې ۱۲ کم سنه کډوال هم وو.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالوۍ کښتۍ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه شاوخوا ۵۰ کډوال ژغورلي دي

 

نورې ليکنې