د ۲۰۱۷م کال د اګست ۱۵مه: د لیبیا د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: رویترز/یانیس براکیس
د ۲۰۱۷م کال د اګست ۱۵مه: د لیبیا د ساحلي سرتېرو کښتۍ. کرېډېټ: رویترز/یانیس براکیس

د فرانسې حکومت له ناقانونه مهاجرت سره د مبارزې په هدف د لیبیا ساحلي سرتېرو ته ۶ کښتۍ ورکړې دي. ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه د فرانسې دولت د دغه اقدام پر وړاندې اعتراضونه وکړل.

د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو څار سازمان، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان... ګڼ شمېر نړیوال سازمانونه د فرانسې پر حکومت اعتراض لري چې ولې یې د لیبیایي ساحلي سرتېرو ته ۶ نوې کښتۍ ورکړې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله یاد سازمانونه د فرانسې د دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونو ته د دې اقدام د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی. د فرانسې خبري اژانس په خبره د سازمانونو په لیک کې راغلي: «څنګه د فرانسې حکومت د خپل اقدام خطرونه څېړلي دي او یا یې څېړي؟» لیک کې همداراز د لیبیایي سرتېرو له خوا د دغه هیواد له ساحلي اوبو څخه د نیول شویو کډوالو د اساسي حقونو نقض په اړه اندېښنې ښودل شوې دي.

داسې کښتۍ چې په راډار او جي پي اس مجهزې دي

بل لور ته د بشري حقونو څار سازمان په یوه خبرپاڼه کې د فرانسې د نوي اقدام پر ضد اعتراض کړی. خبرپاڼه وایي چې د فرانسې دولت او نور اروپایي هیوادونه باید هڅه وکړي چې کډوال له مدیترانې څخه وژغوري.

له بلې خوا د بې سرحده ډاکټرانو سازمان ویلي چې پاریس لیبیا ته اسانتیاوې برابرولې څو دغه هیواد وکولی شي کډوال بېرته «دوزخ» ته یوسي.

د فرانسې د دفاع وزیره فلورانس پارلي د فبرورۍ په میاشت کې ویلي و چې له ناقانونه مهاجرت سره د مبارزې په هدف د لیبیا ساحلي سرتېرو ته ۶ کښتۍ ورکوي.

خو د فرانسې دولت دغه اقدام بې ساری دی. تر دې مخکې یوازې ایټالیا د لیبیا له ساحلي سرتېرو سره لوژستیکي مرستې کړي دي.

دغې کښتۍ چې رافال نومېږي په راډار او جي پي اس مجهزې دي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د چینل ۴ رپوټ: لیبیا کې د شکنجه شویو کډوالو ټکان ورکوونکي انځورونه

د ناقانونه مهاجرت ضد اقدام

سازمانونه همداراز وایي چې د فرانسې دولت دغه پرېکړه د انساني قاچاق پر وړاندې نه بلکې د مهاجرت پر وړاندې یو اقدام دی.

بل لور ته د بشري حقونو څار سازمان د پاریس له «منافقت» څخه پرده اوچتوي. د دغه سازمان په حواله د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د ۲۰۱۷ په نومبر میاشت کې لیبیا کې د مهاجرو پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده. خو اوس لیبیایي سرتېرو ته کښتۍ ورکول په دې مانا ده چې فرانسه د کډوالو د بشري حقونو په نقضولو کې مسولیت لري.

تېر اګست د ایټالیا پارلمان پرېکړه وکړه چې لیبیایي سرتېرو ته ۱۰ ګزمه کوونکې کشتۍ او دوه لویې بېړۍ ورکړي.

د ۲۰۱۶م کال له مارچ راهیسې لیبیا د یووالي ملي حکومت تر کنترول لاندې ده.

د ۲۰۱۷ په فبرورۍ میاشت کې ایټالیا او لیبیا د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي له پاره یو تړون لاسلیک کړ. دغه تړون د اروپایي ټولنې د غړو هیوادونه له خوا تایید شوی دی. 

د لا زیاتو معلوماتو په اړه: لیبیا: د زنتان په توقیف ځای کې لوږې د کډوالو ژوند اخیستی

 

نورې ليکنې