دغه دوه کډوال هڅه کوي چې د بوسنیا او کروېشیا له سرحد څخه تېر شي. کرېډېټ: کلېر دوبوزې
دغه دوه کډوال هڅه کوي چې د بوسنیا او کروېشیا له سرحد څخه تېر شي. کرېډېټ: کلېر دوبوزې

له تېر کال راهیسې بوسنیا د بالکان مسیر یوه مهمه لاره ګڼل کېږي. اروپا ته را تلونکي کډوال مجبور دي چې د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو ته د رسېدو په خاطر له بوسنیا څخه تېر شي. خو ستونزه دا ده چې دوی په اکثرو مواردو کې له بوسنیايي سرتېرو سره مخ کېږي. د شمېرو له مخې اوس مهال بوسنیا کې شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال بند پاتې دي.

د بوسنیا په بیهاچ ښار کې کډوال د ورځې په پای کې سړکونو ته ور ځي. د هغوی په خبره دا هغه وخت دی چې د کډوالو او د بوسنیایي پولیسو تر منځ د پیشو او موږک «ګېم» پیلېږي.

۲۳ کلن حارث او ۱۶ کلن سلمان پاکستاني کډوال دي. دوی وایي چې تر دې مخکې یې ۶ ځله هڅې وکړې چې کروېشیا ته ولاړ شي. خو هر ځل د پولیسو له خوا نیول شوي او بوسنیا ته بېرته استول شوي دي. دوی هیله لري چې نن ماښام د بوسنیا او کروېشیا له سرحد څخه تېر شي.

دغه پاکستاني کډوال غواړي چې د ایټالیا تریست ښار ته ولاړ شي چې له بیهاچ څخه ۲۴۰ کیلومتره فاصله لري.

پاکستاني کډوال حارث او سلمان په بوسنیا کې ژوند کوي او هیله لري چې اروپا ته راشي. کرېډېټ: کلېر دوبوزې

حارث او ورور یې د خپل پلار تر مرګ وروسته له پېښور څخه بوسنیا ته راغلي دي. پلار یې کابل کې پر تجارت بوخت و. نوموړی د طالبانو له خوا اختطاف شو او اختطاف کوونکي د هغه له کورنۍ څخه پیسې غوښتلې. حارث وایي چې پیسې یې ورکړې خو طالبان یې پلار وواژه.

حارث او سلمان اوس غواړی چې ایټالیا، اسپانیا او یا فرانسې ته را شي. دوی هیله لري چې په اروپا کې کار وکړي او خپله مور را وغواړي.

یاد کډوال له ایران، ترکیې، یونان، البانیا او مونتنګرو څخه تېر شوي او له ۶ میاشتو راهیسې په بوسنیا کې ژوند کوي.

په بوسنیا کې دغه حالت بې ساری دی. ځکه په ۲۰۱۷ کې یوازې ۷۰۰ کسان بوسنیا ته داخل شوي وو، خو تېر کال شاوخوا ۲۴۰۰۰ کډوال دغه هیواد ته ننوتلي دي.

سره له دې چې بوسنیایي وګړي له کډوالو سره سم چلند کوي، خو نن سبا د بیهاچ ښاریان په دې اند دي چې د دولت یې ژوند وضعیت ته پام نه کوي. تېر کال بوسنیایي چارواکي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان ته اجازه ورکړه چې بوسنیا کې کډوالو ته د هرکلي مرکزونه جوړ کړي. 

نن سبا بیهاچ کې ۴ داسې مرکزونه شته.

نن ماښام حارث او ورور یې یو ځل بیا هڅه کوي چې له سرحد نه تېر شي. کرېډېټ: کلېر دوبوزې

کمپ کې ډېر کډوال مېشت دي

د بیرا یوې پخوانۍ فابریکې چې بیهاچ ښار کې موقعیت لري هغو کورنیو او مجردو کډوالو ته ځانګړې شوې چې له پاکستان، افغانستان، ایران، سوریې او مغرب څخه راغلي دي. د دغه کمپ د اوسېدونکو تر منځ کله ناکله ښخړې رامنځته کېږي. بېرا کمپ کې، چې په اصل کې ۱۵۰۰ کسانو له پاره جوړ شوی دی، اوس مهال ۲۳۰۰ کډوال ژوند کوي.

علي له څلورو میاشتو راهیسې په بیرا کمپ کې اوسېږي. هغه له نورو ۵ کډوالو سره په یوه کانټینر کې ژوند کوي. نوموړی وایي: «کله چې په کمپ کې یو خپل مقصد ته فکر کوو. دلته کوم بل کار نه شته.» علي غواړي چې ایټالیا ته ولاړ شي. «غواړم چې کار وکړم، راتلونکې له پاره پلانونه لرم. هیله لرم چې ژر ته ژره له دې ځای څخه ولاړ شم. نور نه غواړم چې کمپ کې و اوسېږم.»

د پولیسو تاوتریخوالی

علي هڅه کوي چې یو ځل بیا له سرحد څخه تېر شي. دغه پاکستاني کډوال چې اوس تر خیمې لاندې دی ځینو هغو کډوالو ته اشاره کوي چې په یو ګوټ کې ویده دي. یو یې ژوبل دی. علي وایي چې دوی د کروېشیایي پولیسو له خوا نیول شوي او بېرته بوسنیا ته استول شوي دي. د نوموړي په خبره ولیس د دغو کډوالو ټول وسایل نیولي او تېلېفونونه یې مات کړي دي.

ځینې انجوګان لکه «ار یو سریس؟» چې په کروېشیا کې موقعیت لري له کډوالو سره د تاوتریخوالي پیښې ثبتوي. د دغه سازمان مشره میلېنا زاژویک وایي چې «پولیس د کډوالو تېلېفونونه ماتوی څو دوی فلم نه واخلي او یا ځنګل کې له ګوګل مپ څخه کار نه واخلي.»

درې پاکستاني کډوال د بیرا په یوه خیمه کې. کرېډېټ: کلېر دوبوزې

کډوال نیوز ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ کروېشیایي سرتېري نیول شوي کډوال بوسنیایي پولیسو ته نه تسلیموي. دوی یوازې کډوال په شا تمبوي. پاکستاني کډوال حمزه او ملګري یې چې بېرته بیرا کمپ ته راغلي دي وایي، کروېشیایي پولیس یې تېلېفونونه مات کړي دي.

ولیکا کلادوشا د بوسنیا یوه بله سیمه ده چې پولو ته نږدې موقعیت لري. ۲۴ کلن مراد له الجزایر څخه راغلی دی او اوس په یو رسټوران کې ناست دی. هغه او ملګري یې د کروېشیا هیواد ریجیکا ښار ته رسېدلي وو خو د پولیسو له خوا ونیول او د کلادوشا سرحد ته بېرته واستول شول.

د کلادوشا په ځنګل او غرونو کې ګڼ شمېر وحشي حیوانات شته. مراد وایي چې په لاره کې یې دوه خرسونه لیدلي دي.

بوسنیا کې د کډوالو په شمېر کې زیاتولی راغلی

دا په داسې حال کې ده چې بوسنیا کې د کډوالو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي. 

د بوسنیا د بهرنیانو ادارې له مخې په جنورۍ کې ۷۰۰، فبرورۍ کې ۹۰۰ او د مارچ په لومړۍ اوونۍ کې ۳۴۱ کډوال دغه هیواد ته راغلي دي.

 

نورې ليکنې