انساني چاقاق يو سنګین جرم دی، د بهر هېوادونو سفر په ناقانونه طريقو مه کوئ. کرېډېټ: GLO.ACT
انساني چاقاق يو سنګین جرم دی، د بهر هېوادونو سفر په ناقانونه طريقو مه کوئ. کرېډېټ: GLO.ACT

کال ۲۰۱۹ کې تر دې دمه شاوخوا ۱۲۰ پاکستانيان له ترکيې څخه ويستل شوي دي ولې د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت تر مخه دا ګړۍ په ناقانونه طريقو تللي د پنځوس زرو څخه زيات پاکستانيان د دغه هېواد په مختلفو بندي خانو کې دي.

د تېرې چارشنبې په ورځ ۳۹ پاکستانيان کوم چې د ترکيې څخه ويستل شوي وو د اسلام اباد په هوايي ډګر کوز کړل شول او د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف ايي ای) چارواکو دوی په خپل توقيف کې کړل. 

د ايف ايي اې د يو چارواکی د وينا تر مخه دا ټول تنان په ناقانونه توګه ترکيې ته په مخلتفو لارو رسېدلي وو او اروپا ته د تللو هڅې يې کولای چې هم دغلته ونيول شول. 

«پنځوس زرو څخه زيات پاکستانيان ترکيه کې بنديان دي»

بل خوا د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت تر مخه دا وخت ترکيه کې د پنځوس زرو څخه زيات پاکستانيان مخلتفو بندي خانو کې دي. 

د مارچ په پیل کې د پاکستان د کورنيو چارو وزېر شهريار خان افريدي ويل د يوې غونډې د مشري دوران متعلقه چارواکو ته حکم ورکړو چې ترکيه کې ګېر پنځوس زرو څخه زيات پاکستانيان دې ژر تر ژره خپل وطن ته واپس راوستل شي. 

د دې عمل ترسره کولو په غرض د پاکستان مرکزې تحقيقاتي اداری (ايف اي ای)، د کورنيو چارو وزارت او بهرنيو چارو د وزارت په چارواکو مشتمله يوه کميټې هم جوړه شوې ده چې نه يوازې په ترکیه بلکې په يونان کې ګېر پاکستانيان خپل هېواد ته واپس راولي. 

انقره د پاکستان مسلم ليګ له پخواني حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د دوی په مختلفو زندانونو کې بندي پاکستانيانو شناخت دې تاييد کړي کوم چې يا دغه هېواد ته په ناقانونه توګه تللي دي او يا په انساني قاچاق کې ککړ دي. دا تنان د بلوچستان او ايران په پټو لارو په ناقانونه طريقو ترکیې ته تللي دي. په دې بنديانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې په جعلي پاکستاني سندونو يې سفرونه کړي او ترکيه غواړي چې د بنديانو واپس لېږلو د پروسې پیل کولو نه وړاندې د پاکستانيانو د شناخت عمل ترسره کړي. د پاکستان مسلم ليګ پخواني حکومت د شناخت له عمل تر سره کولو له پاره د ترکيې څخه د اووه لکه امريکايي ډالرو غوښتنه کړې او دغه وجه وه چې تر اوسه پورې دا عمل پیل شوی نه دی. 

شهريار افريدي ته د يوې وروستۍ ليدنې پرمهال انقره کې د ترکيې د کورنيو چارو وزير د پاکستانيانو د شناخت مسله وړاندې کړه اوغوښتنه يې ترې نه هم وکړه، چې نه يوازې د تاييد پروسه دې له لګښت نه بغېر وړيا کړل شي بلکې پاکستان دې د نيول شويو تنانو هوايي سفر هم تنظيم کړي. 

د انقرې د غوښتنې په رڼا کې شهريار افريدي نيشنل ډيټا بېس اينډ رجسټريشن اتهارټي (نادرا) ته حکم کړی چې ژر تر ژره يو ټيم ترکيې ته ولېږي او د پاکستانيانو د شناخت عمل بغېر له لګښته وړيا وکړي.

هغه زياته کړه چې پاکستان او ترکيه به په شريکه ډول دواړو هېوادونو کې د بشري قاچاق وړونکو شبکو پر ضد عمليات شروع کړي او وويل چې د انساني قاچاق وړونکو پر ضد روان عمليات نه نور هم تېز کړل شي.

 

نورې ليکنې