کم عمره کډوال د پاریس په پالي کائو پارک کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
کم عمره کډوال د پاریس په پالي کائو پارک کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې د اساسي قانون شورا پرېکړه وکړه چې د عمر ثابتولو له پاره باید کډوال له هډوکو ازموینو تېر شي. دا په داسې حال کې ده چې مهاجر پلوه سازمانونه وایي دغه ازموینه ناباوره ده.

د پنجشنبې پر ورځ (د مارچ ۲۱مه) د فرانسې د اساسي قانون شورا پرېکړه وکړه چې د عمر ثابتولو له پاره باید کډوال له هډوکو ازموینو تېر شي. دا په داسې حال کې ده چې مهاجر پلوه سازمانونه وایي دغه ازموینه ناباوره ده.

بل لور ته فرانسوي ماهرین په دې اند دي چې د هډوکو په ازموینو کې د خطا کولو چانس ډېر دی. دوی ټینګار کوي چې یادو ازموینو کې د خطا ضریب له ۱۶ میاشتو تر ۳ کلونو پورې لوړېدلی شي.

د مارچ پر ۱۲مه یو فرانسوي مدافع وکیل محکمې ته وویل: «په ځینو حالاتو کې دا ممکن دی چې د یو ۱۴ کلن هلک هډوکي د یو ځوان او بالغ سړی په شان وي.»

د اساسي قانون د شورا قاضیان وایي چې د عمر د معلومولو په قانون کې کافي ضمانتونه شته، ځکه یاد قانون کې د خطا ضریب اټکل شوی دی. دوی همداراز ټینګار کوي چې د کډوالو سن یوازې د دغو ازموینو له لارې نه ثابتېږي.

خو ماهرین وایي چې اداري او قضایي چارواکي باید دغه ضمانتونه په پام کې ونیسي.

د شورا په متن کې دا هم راغلي چې: «که کډوال و نه غواړي چې د هډوکي ازموینې ترسره کړي، مانا یې دا نه ده چې هغه ځوان او بالغ دی.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: کم عمره کډوال څنګه له جنسي ځورونې ځان ساتلی شي؟

د اساسي قانون شورا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ګینیایي کډوال اداما س. مسله رامنځته شوه.

اداما س. ویلي و چې ۲۰۱۶ کال کې فرانسې ته د رسېدو پر مهال ۱۵ کلن و. خو نوموړی د فرانسې د اېن سیمې شورا ته حاضر نه شو چې د راډیولوژۍ ازموینه ورکړي.

په ۲۰۱۷ کې د یادې سیمې یو قاضي پرېکړه وکړه چې د اداما دغه عمل په دې مانا دی چې هغه ځوان او بالغ دی. د یاد قاضي د پرېکړې پر بنسټ اداما د «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» څخه بې برخې شو. 

په جولای میاشت کې د لیون د استیناف محکمه پرېکړه وکړه چې اداما کم عمره نه دی او «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» څخه ګټه اخیستلی نه شي.

خو اوس د اساسي قانون شورا وایي چې کم عمره کډوالو ته باید حقوقي لومړیتوب ورکړل شي.

دا په داسې حال کې چې ځینې مهاجر پلوه سازمانونه د محکمې د دغې پرېکړې مخالفان دي. د نړیوالو ډاکټرانو سازمان یوې غړې کلېمانتین برې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د هډوکي ازموینې د ډاډ وړ نه دي او باید منعه کړل شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بې سرپرسته کم سنه کډوال څنګه فرانسه کې پناه غوښتلی شي؟ 

 

نورې ليکنې