سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وروسته دغه موټروان سرويس موټر ته اور واچاوه. کرېډېټ: رویترز
سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وروسته دغه موټروان سرويس موټر ته اور واچاوه. کرېډېټ: رویترز

په ایټالیا کې د بس یوه موټروان چې تېره اوونۍ یې ۵۱ زده کوونکي برمته کړي وو، څېرونکو ته ویلي چې په مدیترانه کې یې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدلي دي.

په ایټالیا کې د بس یوه موټروان چې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۲۰مه) یې ۵۱ زده کوونکي برمته کړي وو، د جمعې په ورځ وویل چې مدیترانه کې یې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدلي.

۴۷ کلن سنېګالي الاصله سي زیاته کړې چې نه یې غوښتل چا ته زیان ور واړوي. د ځایي رسنیو په حواله، نوموړی څېرونکو ته ویلي: «ما په مدیترانه کې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدل. دوی را ته وویل چې باید یو حیرانوونکی کار وکړم. خو څه باید و نه شي چې ماشومانو ته په کې زیان ورسېږي.»

ایټالیا کې ځایي رسنۍ د جمعې په لومړیو ساعتو کې د نوموړي له خولې وویل، هغه غوښتل ماشومان د انساني سپر په توګه وکاروي او افریقا ته وتښتي.

ایټالوۍ ورځپاڼه کوریه دېلا سېرا د سي له قوله وایي: «موخه مې دا وه چې د دغه انساني سپر په مرسته د میلان لینېټ هوايي ډګر ته ولاړ شم او بیا افریقا ته وتښتم.»

تېره چهارشنبه سي د ایټالیا میلان ښار ته نږدې په کرېما سیمه کې ۵۱ ماشومان برمته کړل.

هغه سرویس کې د ټولو سپرو کسانو تېلېفونونه اخیستلي وو او ښوونکو ته یې ګواښ کاوه چې د ماشومانو لاسونه په کېبل وتړي.

دغه وضعیت نږدې ۴۰ دقیقې دوام وکړ. سي د پولیسو تر رسېدو وروسته سرویس موټر ته اور واچاوه.

اټکل دی چې دغه سرویس چلوونکی خپل ایټالوي تابعیت له لاسه ورکړي. نوموړی په ۲۰۱۴ کې د ایټالیا تابعیت تر لاسه کړی و.

د ایټالوۍ ورځپاڼې کوریه د لا سېره په حواله، سي څېړونکو ته ویلي چې له سپین رنګو وګړو څخه کرکه لري ځکه دوی پر افریقایي هیوادونو یرغل کړی او د دې لامل شوي چې افریقایان له خپلو هیوادونه مهاجرت وکړي او مدیترانه کې ډوب شي.

ځایي رسنۍ وایي چې نوموړی پشیمان نه دی او څېړونکو ته ویلي، هدف یې دا و چې افریقایانو ته خبرداری ورکړي.

د ایټالیا د لومړي وزیر مرستیال لویګي دي مایو او د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي چې روم اوس د نوموړي تابعیت بېرته اخیستلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني خپل دریځ د کډوالو پر وړاندې ورځ تر بلې سختوي.

 

نورې ليکنې