کم عمره کډوال د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
کم عمره کډوال د پاریس په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

کم سنه مهاجر فرانسې ته تر رسېدو وروسته څنګه باید خپل اداري کارونه مخ ته یوسي؟ په کومو ځایونو کې اوسېدلی شي او څوک ورسره په اداري چارو کې مرسته کوي؟ بشپړ جزیات یې دغه مطلب کې.

دغه مطلب د ۲۰۲۱په مارچ میاشت کې اپدیټ شوی.

فرانسه هر کال نږدې ۱۷۰۰۰ کم سنه مهاجر مني. کډوال نیوز د کم عمره کډوالو د اداري او حقوقي چارو په اړه معلومات ورکوي.

کم عمره او بې سرپرسته کډوال چا ته ویل کېږي؟

د فرانسې د پناه غوښتنې ادارې په حواله هر هغه کډوال چې عمر یې تر ۱۸ کلونو ټیټ وي، فرانسوي نه وي او فرانسه کې قانوني سرپرست یا قیم و نه لري، د کم عمره او بې سرپرسته کډوال په صفت پېژندل کېږي.

فرانسه کې کومه اداره د مهاجرو د عمرونو د معلومولو صلاحیت لري؟

پاریس کې د سره صلیب سازمان د کم عمره کډوالو مسولیت په غاړه لري. کډوال د خپل عمر د معلومولو له پاره د سره صلیب دفتر یا دومي ته مراجعه کولی شي. 

پته: 5 rue du Moulin Joly, dans le 11e arrondissement

کاري ساعتونه: له دوشنبې تر جمعې د سهار له ۹ د ماسپښین تر ۵ بجو پورې

سېن سن دني کې هم د سره صلیب سازمان د عمر د معلومولو صلاحیت لري.

وال دو مارن کې فرانسه د پناه غوښتنې خاورې سازمان د عمر د معلومولو صلاحیت لري.

د فرانسې په نورو سیمو کې (د بېلګې په توګه په الپ – ماریتیم سیمه کې)، باید د «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» دفتر ته ولاړ شم چې په سیمه ییزه شورا کې موقعیت لري.

د اروپایي قوانینو او د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون له مخې کم سن کس د ماشوم په توګه پېژندل کېږي او د ماشومانو د ساتنې ادارې باید ورته رسیدګي وکړي.

د ۲۰۱۹م کال له پیل راهیسې د فرانسې په قوانینو کې ځینې بدلونونه راغلي دي. مانا یې دا چې کډوال باید د خپلو ګوتو نښو د ثبتولو له پاره د پولیسو قومندانیو ته هم ولاړ شي. هلته د کډوالو معلومات په یو عمومي فایل کې ثبتېږي. له همدې کبله کډوال له یوې سیمې بلې سیمې ته تللی نه شي.

دومي او یا «ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» اداره تاسو ته د مرکې وخت ټاکي.

نورو سیمو کې ځینې سازمانونه تاسو سره مرسته کولی شي.

مرکه څنګه ترسره کېږي؟

دومي او یا «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» اداره ستاسو د عمر د معلومولو له پاره درسره مرکه کوي. خپل ټول سندونه ځان سره ولرئ (د زوکړې سند، تذکره او...).

د نړیوالو ډاکټرانو مشره کورین تورې وایي چې فرانسوي اداري مکلف دي چې مهاجرو سره مرسته وکړي چې خپل ټول اسناد ترلاسه کړي، خو ډېری وختونه دا کار نه عملي کېږي. 

کم سنه مهاجر ژباړونکو ته لاسرسی لري. دا هم شونې ده چې د دومي کارکوونکي د مهاجرو له ژبې سره بلدتیا ولري او د ژباړې دنده پر غاړه ونیسي.   

دغه مرکه خورا ډېر اهمیت لري. درواغ مه وایئ. د قاچاق وړونکو «جعلي کیسو» ته غوږ مه نیسئ.

د مرکې پر مهال د یادو ادارو کارکوونکي له تاسو څخه ستا د ژوند، کورنۍ او... په اړه پوښتنې کوي. په ځینو سیمو کې هم تاسو باید له هډوکو ازموینو تېر شئ.

تاسو حق لرئ چې د روغتیایي ازموینې غوښتنه وکړئ.

تاسې د خپلې دوسیې د څېړل کېدو پر مهال تاسو چېرته اوسېدلی شئ؟

د مرکې وخت تر تعیینولو وروسته دومي او «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» اداره مکلفیت لري چې تاسو ته د اوسېدو ځای برابر کړي. که د یادو ادارو ځواب مثبت وي، نو تاسو ته په ټولنیزو هوټلونو او یا د ماشومانو په استوګنځیو او یا په فرانسوۍ کورنیو کې د اوسېدو ځایونه برابرېږي.

که تاسې د سړکونو پر غاړه شپه سبا کوئ، سازمانونه (د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، یوتوپیا ۵۶ او...) تاسو سره مرسته کولی شي.

څوک ستا د عمر په اړه پرېکړه کوي؟

پاریس کې داسېس (د ټولنیز عمل، ماشومان او روغتیا اداره) ستاسو د عمر په اړه تصمیم نیسي.

په نورو سیمو کې «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» اداره ستاسو د عمر په اړه پرېکړه کوي.

غوښتنه مې رده شوې، څه باید وکړم؟

تاسو د ماشومانو چارو محکمې ته مراجعه کولی شئ. په ځینو مواردو کې قاضي پرېکړه کوي چې تاسو له هډوکو ازموینو تېر شئ.

خو دا یوه اوږده پروسه ده. فرانسه کې د بې سرحده ډاکټرانو د قضایي چارو مسول لودیوین ارانی وایي بوبینی کې د استیناف پروسه لږترلږه ۶ میاشتې وخت نیسي. اوري او نانتر کې ‍۱۴ میاشتې او پاریس کې ۴ میاشتې.

د قاضي د منفي ځواب په صورت کې تاسې د استیناف غوښتنه کولی شئ. خو د دا هم یوه اوږده پروسه ده.

ایا کم عمره کډوال اخراجېدلی شي؟

کم عمره کډوال اخراجېدلی نه شي.

کم عمره مهاجر د خپل عمر تر تثبیتولو وروسته باید ژرترژره د پناه غوښتنه وکړي. مانا یې دا چې کم عمره کډوال په ۱۸ کلني کې خپل ټول حقونه له لاسه ورکوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: بې سرپرسته کم سنه کډوال څنګه فرانسه کې پناه غوښتلی شي؟ 

یادونه: تاسې کډوال د خپلو اداري او یا حقوقي چارو د تر سره کولو له پاره قانوني قیم ته اړتیا لرئ. دا د پولیسو د قومندانۍ مسولیت دی چې د کډوالو د چارو د تر سره کولو له پاره قیم وټاکي.

د پناه غوښتنې دوسیه باید په فرانسوي ژبه ولیکل شي او اوفپرا ته یې د استول کېدو مخکې د مهاجرو قانوني سرپرست لاسلیک کړي.

* دومي او «له ماشومانو سره د ټولنیزو مرستو» ادارې سره د مرکې وخت اخیستلو له پاره له ADJIE سره تماس نیولی شئ.

پته: 49 ter avenue de Flandres 

له ژیستي، سیماد، د بې سرحده ډاکټرانو سازمان او میدي دیو مي سره هم تماس نیولی شئ.

 

نورې ليکنې