کډوال د ترکیې په سمندر کې. کرېډېټ: پیکچر الیانس/م. ګولجوسک
کډوال د ترکیې په سمندر کې. کرېډېټ: پیکچر الیانس/م. ګولجوسک

د ترکیې د ساحلي ګارد په حواله نن سه شنبې د ترکیې په یو ساحل کې د کډوالو یوې کښتۍ اوښتو له کبله یو افغان ماشوم او درې افغانې ښځې مړې شوې دي.

د ترکیې د ساحلي ګارد په حواله نن سه شنبې سهار اژې سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله یو افغان ماشوم او درې افغانې ښځې مړې شوې دي.

چارواکي وایي چې د ژغورنې عملیاتو په پایله کې یې  ۱۱ نور کډوال د چناق قلعې ښار له آیواجیک سیمې څخه ژغورلي دي.

د ترکیې د اناتولیا د خبري اژانس په خبره یاده کښتۍ د یونان د لېسبوس ټاپو په لور روانه وه او ۱۵ افغان او ایراني کډوال په کې سپاره وو.

د رپوټ له مخې مړه شوي کسان – درې ښځې او یو ماشوم – له افغانستان سره تړاو لري.

کډوال اروپا ته د رسېدو په هیله معمولاً د اژې د سمندر له لارې یونان ته ورځي.  

سره له دې چې د ترکیې او اروپایي ټولنې تر منځ د یو تړون (۲۰۱۶) تر لاسلیکېدو وروسته یونان ته د ور تلونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی، خو اوس هم ځینې کسان هڅه کوي چې د سمندر له لارې یونان او بیا اروپا ته راشي.


 

نورې ليکنې