کرېډېټ: پیکچر الیانس/ک. نېتفیلد
کرېډېټ: پیکچر الیانس/ک. نېتفیلد

د ۲۰۱۵ کال د کډوالۍ کړکېچ پر مهال شاوخوا ۸۵۰ زره سوریایي، افغان او پاکستاني کډوال هڅې وکړې چې د ترکیې له لارې یونان ته ولاړ شي. خو دغه سمندري لاره له ګواښونو ډکه وه. کډوال نیوز اژې سمندر کې د ژغورنې عملیاتو په اړه معلومات ورکوي.

د سه شنبې په ورځ (د مارچ ۲۶مه) اژې سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله څلور افغانان ومړل. د کډوالو نړیوال سازمان په حواله د  ۲۰۱۵ د کډوالۍ کړکېچ پر مهال شاوخوا ۸۵۰ زره کسان هڅې وکړې چې د اژې سمندر له لارې یونان ته ولاړ شي. د یادو کډوالو په ډله کې ګڼ شمېر کسان له سوریې، افغانستان او پاکستان څخه راغلي وو او یوه پنځمه برخه یې ماشومان وو.

د کډوالو نړیوال سازمان زیاتوي چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ پورې تر ۱ اعشاریه ۳ ملیونه ‌ډېر کډوال د ترکیې له لارې یونان ته ننوتلي دي. سره له دې چې د ترکیې او د اروپایي اتحادیې د تړون تر لاسلیکېدو وروسته (د ۲۰۱۶م کال په اپریل میاشت کې) یونان ته د ورتلونکو کډوال په شمېر کې کموالی رامنځته شو، خو ۲۰۱۶م کال کې هم ۱۷۳ زره نور کسان یونان ته وننوتل.

بل لور ته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د شمېرو له مخې ۲۰۱۸ کې ۳۲۴۹۷ کسان د اژې سمندر له لارې یونان ته تللي دي.

د ترکیې د ساحلي ګارد په حواله ۲۰۱۶ کې ۴۳۴ کسان په اژه سمندر کې مړه شوي. خو په ۲۰۱۷ کې د مړه شویو کډوالو په شمېر کې ۸۵ سلنه (۶۱ کسان) کموالی رامنځته شوی.

د کډوالو نړیوال سازمان له مخې د ۲۰۱۹ په لومړیو میاشتو کې د ۲۰۱۸ پرتله د اژې سمندر له لارې یونان ته د تلونکو کډوالو شمېر (۴۰۰۰)  لوړ شوی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د روانې جګړې له کبله ښایي د افغان کډوالو شمېر لوړ شي

د اروپا او ترکیې ګډه پروژه

د کډوالو نړیوال سازمان د ترکیې څانګې مسولین وایي چې د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې د ترکیې ساحلي ګارد د کډوالو د ژغورنې دوه کښتۍ تر لاسه کړې. دغه مرسته د اروپایي ټولنه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان او د ترکیې حکومت تر منځ د تړون په چوکاټ کې شوې ده.

یادې کشتۍ د ژغورنې او د لټون عملیاتو له پاره جوړې شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همداراز وایي چې د ترکیې ساحلي سرتېرو ته د ژغورنې نوري تجهیزات (لکه د سمندري ژغورنې پلټفورمونه، د هوایي ژغورنې پلټفورمونه او...) برابر کړي دي.

د یاد سازمان په خبره د ترکیې ساحلي ګارد له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۷ پورې ۱۳۵ زره کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

له کډوالو سره چلند

سره له دې چې د ترکیې ساحلي ګارد وایي تر اوسه یې ډېر کډوال ژغورلي، خو د رپوټونو له مخې په ځینو مواردو کې د ترکیې ساحلي سرتېرو له کډوالو سره ناسم چلند کوي. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۶ د مارچ پر ‍۱۲مه د بي بي سي انګریزي سرویس یوه داسې ویډیو خپره کړه چې د ترکیې ساحلي ګارد د کډوالو د یوې کښتۍ د تعقیبولو په حال کې ښيي. یاد سرتېري هڅه کوي چې دغه کښتۍ کې سپاره کسان په لرګیو ووهي. بي بي سي لیکي چې ممکن دغه ویډیو د یونان ټاپو لېسبوس ته نږدې د ترکیې په ساحلي اوبو کې اخیستل شوې وي.

کښتۍ کې کډوال ادعا وکړه سرتېري غوښتل چې پر دوی برید وکړی، خو ترکي چارواکي وویل چې دوی یوازې غوښتل چې دغه کښتۍ ودروي.

 بل لور ته په ترکیه کې د پناه غوښتونکو سره د مرستې انجمن غړې ذاکره حکمت کډوال نیوز ته وایي، له ځینو شکایتونو سره سره ترکیه کې ګڼ شمېر عیني شاهدان د دغه هیواد د ساحلي سرتېرو له چلند څخه خوښ دي. 

د اغلې حکمت په خبره هغه کډوال چې په اژې سمندر کې د ډوبېدو له خطر سره مخ دي د ترکیې د پولیسو، ژاندارمري او د ساحلي ګارد عاجلو شمېرو ته زنګ وهلی شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: رفیوجیز انترنشنل: ترکیه کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند کېږي


عملي معلومات

د ترکیې د ساحلي ګارد شمېره: ۱۵۸

د ترکیې د ژاندارمري شمېره: ۱۵۶

د ترکیې د پولیسو شمېره: ۱۵۵

د ترکیې د ساحلي ګارد نورې شمېرې: ۰۰۳۱۲۴۱۷۵۰۵۰/۰۰۳۱۲۴۱۶۴۸۹۰

 

نورې ليکنې