له ارشیف څخه. کرېډېټ: سي ای
له ارشیف څخه. کرېډېټ: سي ای

جرمني سازمان سي ای خپله نوې پروژه پیل کړې: سپېس ای. موخه: دغه سازمان غواړي چې د پلانټ خصوصي ټولنې د سټلایټ سیسټم په مرسته د هغو کښتیو موقعیت پیدا کړي چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د ډوبېدو په حال کې دي.

جرمني سازمان سي ای د سټلایټ سیسټم په مرسته د هغو کښتیو موقعیت تعیینوي چې مدیترانه کې د ډوبېدو په حال کې دي. دغه پروژه اسپېس ای (Space-Eye) نومېږي.

د یادې سپوژمکۍ له لوري د تر لاسه شویو انځورونو په مرسته سي ای د لیبیا په ساحلي اوبو کې موجودو سازمانونو او یا د مرستو د همغږۍ مرکز (MRCC) ته د کډوالو کښتیو په اړه خبرداری ورکوي.

خو دا د سي ای یوازنی ماموریت نه دی. سي ای همداراز هڅه کوي د هغو کښتیو موقعیت پیدا کړي چې نه دي ژغورل شوې. خو څنګه؟ د انځورونو د پرتله کولو له لارې. مانا یې دا چې پلانټ له خپل ارشیف څخه د کښتیو نوي او زاړه انځورونه پیدا کولی شي.

د سپېس ای د اړیکو مشر هانس – پیټر بوشور کډوال نیوز ته وایي: «هدف مو دا دی چې وپوهېږو ایا فروتنکس  یا د اروپا ساحلي ګارد مدیترانه کې له هغو کښتیو سره مرسته کوي چې د ډوبېدو په حال کې دي که نه. ځکه موږ لا هم په دې باوري نه یو.»

بل لور ته سي ای وایي چې د اروپایي سیاستونو په اړه اندېښمن دی. ځکه نن سبا ایټالیا کډوال نه مني او د ژغورنې کښتۍ په اروپایي بندرونو کې درول کېږي. د هانس – پیټر بوشور په خبره راتلونکې کې ممکن چې مدیترانه کې د ژغورنې کښتۍ او الوتکې له فعالیته وغورځورل شي.

سي ای هیله لري چې راتلونکو میاشتو کې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کډوالو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه خپل رپوټ خپور کړي.


 

نورې ليکنې