الحیبلو ۱ کښتۍ د مالتا والتا بندر ته ورسېده. کرېډېټ: رویترز/دارین زامیت لوپي
الحیبلو ۱ کښتۍ د مالتا والتا بندر ته ورسېده. کرېډېټ: رویترز/دارین زامیت لوپي

د مالتا سمندري ځواکونو وایي د الحیبلو ۱ په نامه کښتۍ چې د ژغورل شویو کډوالو له خوا د لیبیا له ساحلي اوبو څخه را ګرځول شوې وه، د مالتا هیواد ولتا بندر ته رسېدلې ده.

د مالتا سمندري ځواکونو نن پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل، د الحیبلو ۱ په نامه کښتۍ چې د ژغورل شویو کډوالو له خوا د لیبیا له ساحلي اوبو څخه را ګرځول شوې وه، د هغوی په کنترول کې ده.

خبرپاڼه زیاتوي: «د کښتۍ عملې او کښتۍ کې سپاره کسان اوس د سمندري ځواکونو په کنترول کې دي. اټکل دی چې دوی د لا زیاتو څېړنو په موخه پولیسو ته وسپارل شي.»

الحیبلو ۱ د سه شنبې پر شپه دغه کډوال له سمندره ژغورلي وو. یاده کښتۍ د کډوالو تر ژغورنې وروسته د لیبیا د طرابلس ښار په لور روانه وه.

بل لور ته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د پیښې په اړه ویلي: «دغه کسان کډوال نه بلکې سمندري ډاره ماران دي.» نوموړی زیاته کړې چې د ایټالیا بندرونه د دغو کډوالو پر مخ تړلي دي.

الحیبلو ۱ کې د کدوالو تر احتجاج وروسته کښتۍ د مالتا په لور روانه شوه او کپتان یې د یاد هیواد له سمندره ځواکونو سره اړیکه ونیوله.

د مالتا سمندري ځواکونه په خپله خبرپاڼه کې لیکي: «کپتان وویل چې د کښتۍ کنترول په لاس کې نه لري. هغه دا هم زیاته کړه چې د کډوالو د ګواښونو له کبله د مالتا په لور حرکت کړی دی.»

په همدې حال کې جرمني سازمان سي ای وایي، الحیبلو ۱ کښتۍ کې ۱۰۸ کډوال سپاره دي چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شته.

ځینې نور سازمانونه لکه الارم فون وایي چې دغه کښتۍ کې سپاره کسان کډوال دي او حقوقي ساتنې ته اړتیا لري. الارم فون زیاتوي چې یاد کډوال باید د خپلو خوښو هیوادونو ته ولېږدول شي چېرته چې له خطره په امان کې وي. 

 

نورې ليکنې