ماري جونیو کښتۍ. کرېډېت: @EPalazzotto.png
ماري جونیو کښتۍ. کرېډېت: @EPalazzotto.png

د چهارشنبې په ورځ د ماري جونیو کښتۍ مسول سازمان مدیترانیا وویل چې د ایټالیا د یوې محکمې د پرېکړې له مخې یاده کښتۍ کولی شي چې مدیترانه کې خپل فعالیتونه پیل کړي.

د چهارشنبې په ورځ (د مارچ ۲۷مه) د ماري جونیو کښتۍ مسوله ډله مدیترانیا وویل چې د ایټالیا د قضایي ارګانونو د پرېکړې له مخې یاده کښتۍ مدیترانه کې خپل فعالیتونه پیلولی شي.

مدیترانیا ډلې په ټولنیزو شبکو کې لیکي: «خوشحاله یو چې ماري جونیو ازاده شوې. سیسیل ښار کې د اګریجنتو محکمه پرېکړه وکړه چې د ماري جونیو توقیف پای ته ورسېږي. موږ مخ ته ځو.»

ماري جونیو کښتۍ د مارچ پر ۱۹مه ناقانونه کډوالو سره د مرستې په تور درول شوې وه. 

مارچ میاشت کې ماري جونیو ۴۹ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو.

د یادو کډوالو تر ژغورنې وروسته ماري جونیو کښتۍ د ایټالیا د لامپدوسا بندر په لور روانه شوه. خو ایټالوي چارواکي ور ته خبرداری ورکړ چې له بندره لرې و اوسي.

ماري جونیو د ایټالوي چارواکو له امر څخه د سرغړونې له کبله ودرول شوه او تر قضایي توقیف لاندې وه.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: له مدیترانې څخه ژغورل شوي کډوال د ایټالیا یو بندر ته ورسېدل، خو کښتۍ یې ونیول شوه

 

نورې ليکنې