کرېډېت: له ټویټر څخه
کرېډېت: له ټویټر څخه

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالوییني ویلي چې هغو دوو بهرنیو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د ښوونځي په یو سرویس کې د موټروان له خوا برمته شوي وو.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالوییني ویلي چې هغو دوو بهرنیو ماشومانو ته تابعیت ورکوي چې د ښوونځي په یو سرویس کې د موټروان له خوا برمته شوي وو.

تېره چهارشنبه ۴۷ کلن سنېګالي الاصله سي د ایټالیا میلان ښار ته نږدې په کرېما سیمه کې ۵۱ ماشومان برمته کړل. هغه سرویس کې د ټولو سپرو کسانو تېلېفونونه اخیستلي وو او ښوونکو ته یې ګواښ کاوه چې د ماشومانو لاسونه په کېبل وتړي.دغه وضعیت نږدې ۴۰ دقیقې دوام وکړ. سي د پولیسو تر رسېدو وروسته سرویس موټر ته اور واچاوه.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالیا: هغه بس چلوونکی چې ۵۱ ماشومان یې برمته کړي وو وایي، مدیترانه کې یې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدلي

نوموړی څېړونکو ته ویلي وو چې مدیترانه کې یې د ډوب شویو ماشومانو غږونه اورېدلي. «دوی را ته وویل چې باید یو حیرانوونکی کار وکړم. خو څه باید و نه شي چې ماشومانو ته په کې زیان ورسېږي

د پېښې پر مهال مراکشي کډوال آدم الحمامي وتوانېد چې خپل تېلېفونونه پټ کړي او ۱۳ کلن مصري کډوال رامي شحاته هڅه وکړه چې پلار ته یې زنګ ووهي او د پېښې په اړه ور ته خبرداری ورکړي. 

ښاغلی سالویني له ۵ زده کوونکو او ۱۱ سرتېرو سره په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د کتنې پر مهال وویل رامي شحاته او آدم الحمامي ته ایټالوي تابعیت ورکوي.

خو نوموړی زیاته کړه چې د دغې پرېکړې له مخې د کډوالۍ په «قانون کې کوم بدلون نه راځي.» د ښاغلي سالویني په حواله ۹۹ سلنه ایټالویان فکر کوي چې د مهاجرت قانون ډېر ښه قانون دی او کومه ستونزه په کې نه شته.

د ایټالیا د قانون له مخې ایټالیا کې زېږېدل شوي ماشومان باید تر ۱۸ کلنۍ پورې انتظار وباسي او بیا د ایټالوي تابعیت غوښتنه وکړي.

ښاغلی سالویني ۵ ماشومانو ته مډالونه ورکړي او له هغوی سره روم ښار کې ګرځېدلی دی.

 

نورې ليکنې