له تيرو درو کالو راهيسي د پناه غوښتونکو سره د مرستو حجم نه دی زيات سوی
له تيرو درو کالو راهيسي د پناه غوښتونکو سره د مرستو حجم نه دی زيات سوی

په آلمان کې آلماني تابعيت لرونکي او که پناه غوښتونکي زياتې مالي مرستې ترلاسه کوي؟ زيات خلک په دې تړاو ناسم اټکل کوي.

د آلمان د قوانينو له مخي د هغه چا سره مالي مرستي کيږي چي پخپله د خپل ژوند اخراجات نه سي پوره کولای. دغو مرستو ته سوسيال مرستي، وېلفېر او ورته نور اصطلاحات کارول کيږي. خو په دغه هيواد کي زيات شمېر کسان داسي ناسم اټکل کوي چي ګواکي پناه غوښتونکي تر «عامو وګړو» زياتي سوسيال مرستي يا وېلفېر مرستي ترلاسه کوي.

دغه ناسم اټکل زيات وختونه په دغو کسانو کي د بې عدالتۍ احساس راپيدا کوي. دا په داسي حال کي چي د هغوی ياد اټکل ناسم وي. دا ځکه چي په اصطلاح «عام آلماني وګړي» د هارڅ څلور (
Hartz IV) په نوم مياشتنۍ مرستي چي بې روزګار او اړ کسانو ته ورکول کيږي تر لاسه کوي د کوم حجم چي د پناه غوښتونکو سره د مرستو په پرتله کم دی.

پناه غوښتونکي کومي مرستي ترلاسه کوي

 په آلمان کي هغه کسان چي د پناه غوښتنې دوسيه يې ادامه لري، د (Asylberwerberleistungsgesetz, or "AsylbLG") قانون له مخي سوسيال مرستي ترلاسه کوي. ياد قانون په ۱۹۹۳ کال د لومړي ځل له پاره عملي سو خو په ۲۰۱۲ کال د آلمان د اساسي قانون محکمې په خپله پرېکړه کي دغه قانون ناکافي او په دې توګه د اساسي قانون سره په ټکر کي وباله. يادي محکمې په خپله فيصله کي ويلي ول چي «د مهاجرت د پاليسۍ په ترڅ کي نه بايد چي د انساني کرامت ارزښت له پام څخه وغورځول سي.»

د يادي محکمې د فيصلې باوجوده تر اوسه لا د پناه غوښتونکو سره ترسره کېدونکي مياشتنۍ مرستي د آلماني وګړو سره تر مرستو نژدې ۱۵ سلنه کمي دي. د بېلګي په توګه د ۲۰۱۹ کال د لومړۍ مياشتي د اعداد او شمېرو له مخي يو مجرد بالغ پناه غوښتونکي ته په مياشت کي ۳۵۴ يورو او د مرستو مستحق «عام وګړي» ته ۴۲۴ يورو ورکول کيږي. پناه غوښتونکو ته په ورکول کېدونکو مياشتني ۳۵۴ يورو مالي مرستو کي ۲۱۹ يورو د غذا، کرايې، جامو، روغتيا او شخصي نورو څيزونو له پاره دي. په دې توګه هغوی ته په مياشت کي ۱۳۵ يورو د «جيب خرڅ» پاته کيږي. هغه کسان چي په مهاجر کمپونو کي اوسيږي هغوی ته په مياشت کي صرف ۱۳۵ يورو ورکول کيږي، ځکه چي هغوی مجبور نه دي چي کرايه، غذا او نورو يادو څيزونو باندي پيسې ورکړي. 

د ياد قانون له مخي يوازي په هغه صورت کي پناه غوښتونکو ته مالي مرستي ورکول کيږي که هغوی تر ۲۰۰ يورو څخه زياتي خپلي پيسې ونه لري. که په مهاجر کمپ کي اوسېدونکی کوم پناه غوښتونکی خپل کاري معاش يا له بلې منبع څخه پيسې ولري، نو هغه مجبور دی چي د خپل اوسېدو د ځای، غذا او نور مصارف په خپله په غاړه واخلي.


د هغو پناه غوښتونکو سره چي د بېلګي په توګه حامله داره بېله سړي مېرمنه وي، جوړه وي يا معذور کسان وي، د هغوی سره اضافي مرستي هم کيږي. پناه غوښتونکي په آلمان کي د ۱۵ مياشتو ژوند کولو وروسته (بعضي وخت حتی تر دې هم زيات وخت وروسته) هغومره مرستي تر لاسه کوي لکه نور «عام وګړي» چي يې تر لاسه کوي.

د پناه غوښتونکو سره د مرستو د کمولو غوښتنې

د آلمان د روزګار وزير هوبېرتوس هايل غوښتنه کړې چي د پناه غوښتونکو سره ترسره کېدونکي مرستي دي کمي کړلي سي. که د دغه وزير غوښتنه ومنله سي او په قانون کي تعديل راسي نو به هر بالغ پناه غوښتونکی له راتلونکي کال څخه ۱۰ يورو کمي تر لاسه کوي. خو د پناه غوښتونکو سره د مرسته کوونکو سازمانونو په وينا د پناه غوښتونکو سره مرستي د کمولو پر ځای بايد دغه مرستي لا زياتي سي.

د (
GGA) په نوم مرستندويه ډله چي په جزوي توګه د آلمان د حکومت له خوا هم تمويليږي وايي چي د اړونده قانون له مخي د مجرد بالغ مهاجر مياشتنۍ مرستي بايد حتی ۳۷۱ يورو ته جګي سوي وای.

د مهاجرو د ملاتړ له پاره د تيورينګن ايالت شورا وايي چي د پناه غوښتونکو سره د نا کافي مرستو له کبله د هغو مهاجرو شمېر زيات سوی چي د بېوزلۍ تر پولي کښته ژوند کوي.

 

نورې ليکنې