الحیبلو ۱ د مالتا په لا والت بندر کې. کرېډېټ: د لایف لاین سازمان له ویډیو څخه
الحیبلو ۱ د مالتا په لا والت بندر کې. کرېډېټ: د لایف لاین سازمان له ویډیو څخه

د کډوالو له خوا د برمته شوې کښتۍ تر ژغورنې وروسته پنځه کسان د مالتایي پولیسو له لوري ونیول شول.

د الحیبلو ۱ په نامه کښتۍ د سه شنبې پر ورځ ۱۰۸ کډوال – ۷۷ سړي، ۱۹ ښځې او ۱۲ ماشومان – له ډوبېدو ژغورلي وو. دغه برمته شوې کښتۍ په مدیترانه سمندر کې یاد پناه غوښتونکي ژغورلي و او بیا یې د لیبیا د پلازمینې پر لور حرکت پیل کړی و.

ایټالوي او مالتایي چارواکو ویلي چې کډوال د چهارشنبې په ورځ د یادې کښتۍ کنترول په لاس کې اخیستی و او بیا یې د هغې کارکوونکو ته ویلي وو چې د اروپا پر لور حرکت وکړي.

دغه کشتۍ د پنجشنبې په ورځ د مالتا والت بندر ته ورسېده. 

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر دغه کډوال «سمندري داړه ماران» بللي او ټینګار یې کړی چې هغوی ته اجازه ور نه کړل شي چې ایټالیا ته را شي.

یاده کښتۍ د څو ساعتو له پاره لا والت بندر کې د پولیسو تر کنترول لاندې وه.

چارواکي وایي چې ۵ ښکمن کډوال د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

بل لور ته د مالتا لومړي وزیر جوزف مسوکات رسنیو ته ویلي: «سره له دې چې مالتا یوه کوچنی هیواد دی خو موږ خپل مسولیت ادا کوو. اوس هڅه کوو چې نړیوال قوانین تطبیق کړو.»

هغه پناه غوښتونکي چې له سمندر څخه ژغورل کیږي، ډېر وخت نه غواړي چې بېرته لیبیا ته انتقال شي. لیبیا کې پناه غوښتونکي د جنسي تیري، زورونې او جبري کار په څیر ناوړه چلن سره مخامخ دي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د کډوالو له خوا د لیبیا له ساحلي اوبو څخه را ګرځول شوې کښتۍ مالتا ته ورسېده

 

نورې ليکنې