له ارشیف څخه: کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس
له ارشیف څخه: کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د دغه هیواد په یوه لویه لاره کې د یک شنبې پر ورځ د یو موټر څخه په اخېز اچولو ۱ بنګله دیشي وژل او ۶ پاکستاني کډوال ټپیان شوي دي.

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې د یک شنبې پر ورځ (د مارچ ۳۱مه) دغه هیواد په اصلي لویه لاره کې د یو موټر څخه په اخېز اچولو ۱ بنګله دیشي وژل او ۶ پاکستاني کډوال ټپیان شوي دي.

دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې موټر چلوونکی د پولیسو یوې پوستې ته تر نږدې کېدو وروسته کډوالو ته وویل له موټره ځمکې ته خېز واچوي.

د پولیسو په حواله دغه موټر کې یو بنګله دیشي او ۱۴ پاکستانیان سپاره وو.

د رپوټونو له مخې مړ شوی کډوال ۲۷ کلن و او اس. ای نومېده. بل لور ته پاکستاني ټپیان روغتونونو ته وړل شوي دي.

یاد موټر د شمالي مقدونیې له لارې د صربستان په لور روان و. 

پولیس وایي چې دوی په شدت سره د شکمن موټروان په لټه کې دي.


 

نورې ليکنې