د مارچ ۳مه: هغه کډوال چې د الحیبلو کښتۍ په برمته کولو کې یې لاس درلود. کرېډېټ: رویترز/دارین زامیت لوپي
د مارچ ۳مه: هغه کډوال چې د الحیبلو کښتۍ په برمته کولو کې یې لاس درلود. کرېډېټ: رویترز/دارین زامیت لوپي

د مالتا یوه محکمه وایي درې کډوال د الحیبلو ۱ کښتۍ په برمته کولو کې لاس لري. د مالتا د قانون له مخې دغه کار ترهګریز عمل بلل کېږي.

د یک شنبې پر ورځ (د مارچ ۳۱مه) د مالتا یوه محکمه وویل درې کډوال د الحیبلو ۱ کښتۍ په برمته کولو کې لاس لري. د مالتا د قانون له مخې دغه کار ترهګریز عمل بلل کېږي.

۱۹ کلن عبدالله باري د ګینیا دی. د دوو نورو نومونه – یو ۱۵ کلن ګینیایي کډوال او یو ۱۶ کلن کډوال چې د ساحل عاجل دی – د کم عمرۍ له کبله نه دي ښودل شوي.

دوی مدیترانه کې د الحیبلو ۱ کښتۍ په برمته کولو تورن دي. د یادې کښتۍ کپتان ویلي چې یاد کډوال تر ژغورنې وروسته د کښتۍ کنترول په لاس کې اخیستی و او بیا یې د هغې کارکوونکو ته ویلي وو چې د اروپا پر لور حرکت وکړي.

بل لور ته د والتا سیمې قاضي د دغو کډوالو د ضمانت غوښتنه رده وکړه او و یې ویل چې د کښتۍ کپتان او عمله باید شهادت ورکړي.

دا په داسې حال کې چې دوه کم عمره کډوال محکمې ته ویلي چې دوی زده کوونکي دي. خو ۱۹ کلن عبدالله باري ویلي چې له خپل هیواد څخه تر وتلو مخکې د سوسیالوژۍ زده کوونکی و.

د مالتا د قانون له مخې د کښتیو برمته کول ترهګری عمل بلل کېږي. قانون زیاتوي چې برمته کوونکی ممکن له ۷ تر ۳۰ کلونو پورې په بند محکوم شي.

د الحیبلو ۱ په نامه کښتۍ د سه شنبې پر ورځ ۱۰۸ کډوال – ۷۷ سړي، ۱۹ ښځې او ۱۲ ماشومان – له ډوبېدو ژغورلي وو. دغه برمته شوې کښتۍ په مدیترانه سمندر کې یاد پناه غوښتونکي ژغورلي و او بیا یې د لیبیا د پلازمینې پر لور حرکت پیل کړی و.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د برمته شوې کښتۍ تر ژغورنې وروسته ۵ کډوال ونیول شول

 

نورې ليکنې