۲۰۱۸، افغان کډوال د پاریس د پورت دو لا شاپل په یو مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰۱۸، افغان کډوال د پاریس د پورت دو لا شاپل په یو مرکز کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

ځینې افغان کډوال هڅه کوي چې فرانسه کې د اقامې حق تر تر لاسه کولو وروسته بېرته افغانستان ته ولاړ شي. د فرانسې د پناه غوښتنې قانون له مخې د کډوالو دغه کار ناقانونه دی او د هغوی پر اقامې منفي اغېز لرلی شي. کډوال نیوز معلومات ورکوي.

ځینې هغه افغان کډوال چې فرانسه کې د مهاجر په توګه پېژندل شوي او دغه هیواد کې یې د اقامې حق تر لاسه کړی، ممکن چې د بېلابېلو لاملونو په خاطر افغانستان ته د بېرته تلو هڅه وکړي.

دوی په ځینو مواردو کې د افغانستان ګاونډیو هیوادونو – لکه ایران او پاکستان – ته سفر کوي او بیا افغانستان ته د داخلېدو په موخه له ګډو پولو څخه تېرېږي. په ځینو نورو حالاتو کې هم کډوال بهر کې د افغانستان له رسمي مراجعو څخه داسې سندونه تر لاسه کوي چې له مخې یې خپل هیواد ته بېرته تللی شي، خو د افغانستان په هوایي ډګرونه کې یې پر پاسپورټونه ټاپې نه لګول کېږي.

اوس پوښتنه دا ده: ایا دغه کار قانوني بنسټ لري که نه؟ او دا چې: کډوال افغانستان ته د بېرته تلو په صورت کې څه شی له لاسه ورکوي؟

د فرانسې د پناه غوښتنې قانون له مخې سیاسي کډوال خپل هیواد ته د بېرته تلو اجازه نه لري. دوی همداراز نه شي کولی چې فرانسه کې د افغانستان سفارتخونو او یا کنسولګریو ته مراجعه وکړي.

د لا زیاتو معلوماتو په اړه: کډوال څنګه د اقامې حق له لاسه ورکوي؟ 

قانون زیاتوي چې کډوال خپل هیواد کې د سیاسي ګواښونو له کبله فرانسې ته مهاجرت کړی. نو که هغه وغواړي چې بېرته خپل هیواد ته ولاړ شي، مانا یې دا ده چې نور په خطر کې نه دي.

د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمه د ۲۰۱۷ د جولای پر ۶مه پرېکړه وکړه چې: که چېرې کډوال له کوم «مهم دلیل» پرته خپل هیواد ته بېرته ولاړ شي، نو فرانسه کې یې اقامه لغوه کېږي.

بل لور ته د اوفپرا* یا د فرانسې د کډوالو ادارې وایي، د ژنیو د کنوانسیون له مخې هغه مهاجر چې په خپله خوښه بېر ته خپل هیواد ته سفر کوي او یا د خپل هیواد له سفارتخونو او کنسولګریو سره اړیکه نیسي، فرانسه کې خپل د اقامې حق له لاسه ورکوي.

 

* سرچینه: د اوفپرا سایټ


 

نورې ليکنې