د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې په سلګونو هغو کډوال چې په سړکونو کې اوسېږي له نشه یانوڅخه شکایت لري. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

۲۳ کلن محمد له افغانستان څخه راغلی دی او له درېو ورځو راهیسې د پورت دو لا شاپل په یوه ناقانونه کمپ کې اوسېږي. هغه وایي چې له هغو کسانو سره مشکل لري چې د کډوالو کمپونو په شاوخوا کې ژوند تېروي او په نشه یي توکو روږدي دي.

محمد زیاتوي چې سیمه کې د نشه یانو شتوالي د ګڼو جدي ستونزو لامل کېدی شي. د محمد یو ملګری د هغه د ویناوو په تاییدولو سره وایي: «دغه کمپ کې ګن شمېر کسان اوسېږي. کډوال پاریس ته تر رسېدو وروسته هرو مرو همدغه کمپ ته راځي.»  

د پورت دو لا شاپل په ناقانونه کمپونو کې ځینې نور کډوال وایي چې روږدي کسان د بېلابېلو ستونزو لامل دي. د هغوی په وینا نشه یان د پورت دو لا شاپل په کمپونو کې د کډوالو خواړه غلا کوي.

افغان کډوال محمد زیاتوي چې نه غواړي له دغو کسانو سره مخامخ شي او هیله یې دا ده چې د لا شاپل له دغه کمپ څخه ووځي.

«سازمانونه چېرته دي؟»

نشه یان د کډوالو ناقانونه کمپونو په شاوخوا کې لالهاند ګرځي. دوی له پناه غوښتونکو څخه پیسې او خواړه غواړي. محمد وایي چې دغه کسان هره ورځ همدغه ځای کې دي.

د روږدو کسانو په لاسونو کې د نشه یي توکو وسایل شته. دوی یا په سړکونو کې لالهاند ګرځي او یا د سړک پر غاړه ناست دي.


بل لور ته مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې د روږدو کسانو د شتوالي له کبله هره ورځ دغې سیمې ته نه ځي. د یوتوپیا ۵۶ غړی الکس کډوال نیوز ته وایي: «هره ورځ سیمې ته نه شو تللی. موږ تکړه رضاکارانو ته اړتیا لرو.»

په همدې حال کې سیمه کې کډوال وایي چې د روږدو کسانو د شتوالي له کبله دوی د سازمانونو له خوا یوازې پرېښودل شوي دي. محمد پوښتي: «سازمانونه چېرته دي؟ له درېو ورځو راهیسې په دغه کمپ کې ژوند کوم. هوا سړه ده خو ما سره بړستن شته. د پناه غوښتنې شمېرې ته زنګ وهم خو هېڅوک ځواب نه ورکوي! دلته یوازې دغه نشه یان لیدل کېږي. دوی زموږ د ستونزو لامل دي.»

«کمپ کې وضعیت وېرونکی دی»

یو سومالیایي کډوال وایي چې دغه وضعیت د منلو نه دی. نوموړی زیاتوي چې له دوو ورځو راهیسې دغه ځای کې اوسېږي خو اوس غواړي چې ژرترژره له کمپ نه ووځي. د هغه په خبره: «دلته وضعیت وېرونکی دی. غواړم چې یو بل اروپایي هیواد ته ولاړ شم او د پناه غوښتنه وکړم.»

ځینې نور کډوال – سومالیایان او اریتریایان – وایي چې د لا شاپل په ناقانونه کمپ کې کله نا کله شخړې رامنځته کېږي. د هغوی په خبره روږدي کسان د شخړو لامل دي.

نن سبا نشه یان ټولو هغو ځایونو کې لیدل کېږي چېرته چې کډوال اوسېږي. د ارمې دیو سالو سازمان غړې ماري وایي چې په داسې یو چاپېریال کې له کډوالو سره مرسته کول ساده کار نه دی. د نوموړې په خبره روږده کسان هر هغه ځای ته ځي چېرته چې کډوال شته: د روغتیایي سلا مشورې سایټونو او د خواړو د وېشلو ځایونو ته. اغلې ماري زیاتوي چې دغه کسان صفونو کې نه درېږي او له تاوتریخوالي څخه ګټه اخلي.

کډوال وایي چې روږدي کسان خواړه غلا کوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

«د جامو مېنځلو ماشین کې مې غایطه مواد پیدا کړل»

بل لور ته سیمه کې یو دوکاندار چې د جامو مېنځلو اټوماټیکو ماشینونو خاوند دي وایي هغه هم له نشه یانو سره مشکل لري. «دوی زما دوکان ته راځي او همدلته رفع حاجت کوي. د جامو مېنځلو ماشین کې مې غایطه مواد پیدا کړل. موږ له کډوالو سره کوم مشکل نه لرو. اصلي ستونزه مو له نشه یانو سره ده.»

دا په داسې حال کې ده چې مهاجر پلوه سازمانونه وایي، د پورت دو لا شاپل په کمپونو کې وضعیت د اندېښنې وړ دی. دوی له دې وېرېږي چې فرانسې ته نوي رسېدلي کډوال په نشه یي توکو اخته شي. د هغوی په خبره پورت دو لا شاپل سیمه کې نشه پلورونکي ځوانو کډوالو ته نشه یي مواد ورکوي. دغه مواد «کرک» نومېږي او ځینې کډوال له هغه سره بلدتیا نه لري.

 

نورې ليکنې