د اپریل ۳مه: ایلان کردي په مدیترانه کې. کرېډېټ: سي ای
د اپریل ۳مه: ایلان کردي په مدیترانه کې. کرېډېټ: سي ای

جرمني سازمان سي ای وایي چې د چهارشنبې په ورځ یې ۶۴ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي. دا په داسې حال کې چې ایټالیا وایي دغه کډوال نه مني.

جرمني سازمان سي ای وایي چې د چهارشنبې په ورځ (د اپریل ۳مه) یې ۶۴ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي. د دغو کډوالو په ډله کې ښځې او ماشومان هم دي.

د کډوالو د ژغورنې خبر تر خپرېدو وروسته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني پر خپله تویټر پاڼه کې ولیکه: «داسې یوه کښتۍ چې د جرمني تر بېرغ لاندې فعالیت کوي، یو الماني سازمان، یو الماني خاوند او یو هامبورګي کپتان... دغه کښتۍ باید هامبورګ ته ولاړه شي.»

بل لور ته سي واچ سازمان وایي چې یاد کډوال د چهارشنبې پر ورځ ورسره اړیکه ونیوله او د خپل موقعیت په اړه یې ور ته معلومات ورکړل.    

دغه سازمان زیاتوي چې څو هڅه یې وکړه د لیبیا له ساحلي ګارد سره تماس ونیسي خو بریالی نه شو.

سي واچ سازمان بیا له ایلان کردي کښتۍ سره اړیکه ونیوله چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې له کډوالو سره مرسته کوي.

سي ای سازمان، چې د ایلان کردي کښتۍ خاوند دی، د چهارشنبې په ماسپېښين وویل چې کښتۍ کې یې ټول سپاره کډوال ژغورلي دي. یاد سازمان همداراز د ژغورل شویو سړیو، ښځو او ماشومانو عکسونه په خپله پاڼه کې خپاره کړل.

 

نورې ليکنې