پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپ. کرېډېت: د پاریس ښاروالۍ ټویټر پاڼه
پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو ناقانونه کمپ. کرېډېت: د پاریس ښاروالۍ ټویټر پاڼه

د فرانسې خبري اژانس په حواله نن پنجشنبې سهار د پاریس په شمالي سیمه پورت دو لا شاپل کې د کډوالو د یوه ناقانونه کمپ د تخلیې عملیات پیل شول.

یاد کمپ کې، چې له څو میاشتو راهیسې د فرانسې د A1 د لویې لارې اوږدو کې جوړ شوی، افغان او اریتریایي کدوال تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د سیمې قومندانۍ وایي چې د عملیاتو په پایله کې ۳۲۱ سړي او ۱۴ زیان منونکي کډوال د ایل دو فرانس مرکزونو ته لېږدول شوي دي. اټکل دی چې یادو مرکزونو کې د کډوالو اداري وضعیت وڅېړل شي.

د فرانس تېر دزیل د وروستۍ سرشمېرنې له مخې د پورت دو لا شاپل په دغه کمپ کې ۴۲۴ خیمې درول شوې وې. سره له دې چې د ۲۰۱۹م کال له پیل راهیسې یادو کډوالو ته د سرپناه ورکولو ځینې عملیاتونه ترسره شوي، خو هغه کډوال چې د پناه غوښتنې یې رد شوې او یا د ډوبلیني شویو کسانو په ډله کې دي پر یادو عملیاتونو باور نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې چهارشنبې په ورځ د پاریس ښارواله ان هیدالګو وویل، د فرانسې حکومت د پاریس په کمپونو کې «واقعیت ردوي». د نوموړې په خبره یاد کمپونو کې ګډوډي حاکمه ده.

د چهارشنبې د سرشمېرنې له مخې د پاریس په کمپونو کې له ۹۰۰ تر ۱۸۰۰ کډوال ژوند کوي. د پاریس ښاروالۍ وایي چې د پسرلي په را رسېدو سره ممکن وضعیت نور هم خراب شي.

بل لور ته تېره اونۍ د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو وویل، د فرانسې حکومت د ۲۰۱۹ له پیل راهیسې له ۲۰۰۰ ډېرو کډوالو ته سرپناوې برابرې کړې دي.


 

نورې ليکنې