عصمت شېرازي په راڅه بورګ ښار کي د مرستندويه په توګه کار کوي
عصمت شېرازي په راڅه بورګ ښار کي د مرستندويه په توګه کار کوي

زيات هغه مهاجر چي آلمان ته راځي نو کوښښ کوي چي په کوم لوی ښار کي مېشت سي. يوه پخوانۍ مهاجره عصمت شيرازي چي اوس مرستندويه ده مهاجر نيوز ته وويل چي کوچني ښارونه بهتره دي. د مرکې لنډه بڼه يې دلته ولولئ:

مهاجر نيوز: ايا د مهاجرو له پاره بهتره ده چي په آلمان کي په کوچني ښار کي ژوند پېل کړي او که په لوی ښار کي؟

عصمت شيرازي: دا فرق کوي. که يو کوچنی ښار مرکزي موقعيت ولري او پکښي د مهاجرو د ملاتړ قوي نظام موجود وي نو په زياته د نوو راغلو مهاجرو له پاره په لومړيو شپږو مياشتو کي ډېر ګټور ثابتېدلای سي. يو کلی چي ښه ترانسپورتي ارتباط ولري هم د نوو مهاجرو له پاره د اوسېدنې د ځای په توګه ګټور کيدلای سي.

په داسو ځايونو کي مهاجر چي له سفر څخه ستړي وي آرام موندلای سي. اکثره وختونه تازه رارسېدلي مهاجر د لومړيو دوو مياشتو په موده کي ناروغه کيږي... ګېډه يې درد کوي، سر درد ورپيدا کيږي او يا هم يې ملا درد کوي...

د نوو مهاجرو د اوسېدو په ځای کي بايد د مرستې ښه نظام موجود وي. يو داسي چا ته اړتيا وي چي مهاجرو ته په آلمان کي د ژوند او کار په تړاو اړين معلومات ورکړي، د ښوونځيو نظام ورته تشريح کړي، په آلمان د کچرې يا ستل د بېلولو لاره ورته وښيي، د اپارتمان د لټون او په کرايه نيولو معلومات ورکړي او ورته تشريح کړي چي په آلمان کي څوک څنګه ژر قرضداره کېدلای سي که پام ونه کړي. زيات مهاجر بېله دې چي په بشپړه توګه په پوه واوسي د بېلګي په توګه د موبايل تليفون قراردادونه لاسليکوي خو وروسته پوه سي چي په اقتصادي توګه يې توان نه لري.

کله چي مهاجر تازه آلمان ته رارسېدلي وي نو ورته ياد معلومات يوازي د هغوی په مورنۍ ژبه ورته ورکول کيدلای سي.عصمت شيرازي په اصل ايرانۍ ده.

مهاجر نيوز: ايا په کلو او بانډو کي د مهاجرو د ادغام کار آسان ؤ؟

عصمت شيرازي: د راڅه بورګ په شان (يو کوچني) ښار کي د ادغام کار په رشتيا هم آسان وي. زه هميشه وايم: کله چي يو مهاجر په لومړي واري آلمان ته راورسيږي نو ورته بهتره ده چي په کوچني ښار کي مېشت سي ولي چي هلته يې د اړتيا څيزونه آسانه ورته رسيږي. د بېلګي په توګه د پناه غوښتنې د دوسيې له پاره د مسؤل چارواکي سره په مستقيمه توګه ملاقات کولای سي. هر څه زيات شخصي بڼه لري. کله چي د پناه غوښتنې د دوسيې مسؤل چارواکی يو مهاجر په خپله پېژني نو ورسره يې مهرباني ښايي زياته وي که مهاجر يو ملاقات پر ټاکلي وخت حاضر نه سي. په لويو ښارونو کي هر څه په مرکزي توګه تر کار لاندي نيول کيږي او هلته هغه مخامخ تماس نه وي.

په لويو ښارونو کي د دوسيو له پاره مسؤل کسان په دوامداره توګه بدليږي او رابدليږي چي ښايي زيات وختونه د غلط فهميو سبب سي. د بېلګي په توګه يو مهاجر ته د لومړي ملاقات وروسته دا احساس ورپيدا سي چي «اوه، زه د هغه خوښ نه سوم».

کوم شی چي مهم دی هغه دا دی چي په کومه سيمه کي چي نوی مهاجر اوسيږي بايد ورته اړينه مرسته موجوده واوسي. که رشتيا سي نو زيات مهاجر کوښښ کوي چي د راڅه بورګ (هغه ښار چي عصمت شيرازي پکښي کار کوي) ته ځان راتبديل کړي ولي چي دوی اورېدلي وي چي په دغه ښار کي د مرستو يو لوی جال موجود دی او زيات رضاکار مرستندويان سته.

خو د هغه باوجوده چي دلته د مرستو دومره لوی جال موجود دی، د يو څه مودې وروسته اکثره کسان غواړي چي لويو ښارونو ته ولاړ سي.

مهاجر نيوز: ولي؟

عصمت شيرازي: دا ځکه چي په لويو ښارونو کي پوهنتونونه، د کار موندنې زيات امکانات او په همدې شان د کاري زدکړو امکانات زيات وي. په لويو ښارونو کي ژوند زياتې ګټي لري. د بېلګي په توګه پکښي د عامه ترانسپورت بهتره امکانات زيات وي او په همدې شان هر چيري لوی مغازې وي چيري چي په آساني او چټکه توګه سودا کولای سي.

خو په لويو ښارونو کي بعضي منفي څيزونه هم وي. د بېلګي په توګه په لويو ښارونو کي په زياته د نارينه ؤ له پاره په قمار د معتاد کېدو ګواښ زيات وي. دا چي اکثره مهاجر له اسلامي هيوادونو څخه آلمان ته راځي او هلته پر قمار بنديز وي، نو له دې کبله زيات مهاجر په قمار د اخته کېدو د ګواښ سره مخامخ کيدلای سي.

مهاجر نيوز: د مهاجرو له پاره څومره مهمه وي چي د اوسېدو په ځای کي يې د دوی د سيمي نور خلک هم اوسيږي؟

عصمت شيرازي: په لومړي سر کي بې شکه چي د مهاجر له پاره دا ډېره مهمه وي چي له پلرني ټاټوبي څخه نور کسان يې هم د اوسېدو په سيمه کي مېشت وي.

ما تر زياتي اندازې د ماشومانو سره کار کړی دی. کله چي په لومړي سر کي د هغوی لا آلماني ژبه نه وي زده نو ورسره مرسته کيږي که د نورو ماشومانو سره د دوی په مورنۍ ژبه خبري وکړلای سي. دا د هغوی د خود اعتمادۍ له پاره ډېر مهم وي. د بېلګي په توګه که عراقي ماشومان د نورو عراقي ماشومانو سره خبري وکړي نو آلماني ماشومانو ته ښودلای سي: ګورئ موږ ستاسو په ژبه نه پوهيږو خو تاسو هم زموږ په ژبه نه پوهېږی.

خو دغه منفي او مثبت دواړه اړخونه لري.

کله چي مهاجر نوي راغلي وي نو ورته اړين معلومات يوازي د دوی په خپله ژبه د نورو مهاجرو له خوا رسول کيږي ولي چي د دوی آلماني نه وي زده. که د دوی قسمت خراب وي نو ښايي په بعضو مواردو کي دوی ته په غېر دانسته توګه ناسم معلومات ورکول سي او يا هم دوی پر افواه يا غلطه آوازه باندي باور وکړي او په دې توګه ښايي دوی ته زيان ورسيږي.

د شيرازي لنډه پېژندنه: عصمت شيرازي د ۱۹۹۰يمو کالونو پر وخت له ايران څخه آلمان ته رامهاجره سوه. هغې د آلمان په شليسويګ هولشتاين ايالت کي په يو کوچني کلي ګودو او بيا په ميولن کلي کي ژوند وکړ. نوموړې په رضاکارانه توګه د مهاجرو سره د کومک له کبله په ۲۰۱۲ کال د آلمان په يوه دولتي جايزه هم نازول سوې ده. نومړې اوس د ايالتي حکومت له پاره د راڅه بورګ په سيمه کي د ټولنېزې کارګرې او مرستندويي په توګه کار کوي او په دې ترڅ کي د مهاجرو سره په نوي ژوند او نوي کور کي مرسته کوي. د مهاجر نيوز مارا بيرباخ د عصمت شيرازي سره د مهاجرو د ښار د انتخاب په هکله مرکه کړې ده.


 

نورې ليکنې