د سي ای سازمان له ټویتر پاڼې څخه
د سي ای سازمان له ټویتر پاڼې څخه

ایټالوي چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ یې سي ای کښتۍ کې دوو ښځو او دوو ماشومانو ته اجازه ورکړې چې د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شي. خو یاد کډوال دغه وړاندیز رد کړی.

ایټالوي چارواکي وایي چې د جمعې په ورځ (د اپریل ۵مه) یې سي ای کښتۍ کې دوو ښځو او د هغوی دوو ماشومانو ته اجازه ورکړې چې د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شي. خو یاد کډوال دغه وړاندیز رد کړی. دوی وایي چې پلرونو ته یې د ښکته کېدو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په یوه خبرپاڼه کې وویل، ښځې او ماشومان نه غواړي چې له کښتیه ښکته شي.

د نوموړي په خبره دغه کښتۍ چې د المان تر بیرغ لاندې فعالیت کوي باید المان ته ولاړه شي.

د جمعې په ورځ ایټالیا او المان موافقه وکړه چې ایلان کردي کښتۍ کې دوه ښځې او د هغوی ماشومان د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې ښکته شي.

خو د سي ای کښتۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا چې کډوال له خپلو پلرونو څخه جلا کړل شي یوه عاطفي شکنجه ګڼل کېږي.

بل لور ته برلین کې د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هیواد یې چمتو دی خپل مسولیت ادا کړي او کښتۍ کې ځینو سپارو کسانو ته د اروپا د کډوالو وېشلو پروګرام په چوکاټ کې ومني.

د سي ای سازمان په حواله د المان ۴۷ ښارونه ویلي چې د دغو کډوالو هرکلی کوي.

د الان کردي په نوم کښتۍ د چهارشنبې په ورځ ۶۴ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د ایلان کردي په نامه کښتۍ ۶۴ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي

 

نورې ليکنې