رویترز، مهاجر نیوز
رویترز، مهاجر نیوز

«د هیلې کاروان»: له څو میاشتو راهیسې د یونان په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو د یو کاروان په اړه خبرې روانې وې. د یاد کاروان تنظیم کوونکي له کډوالو څخه غوښتل چې په یو ځای کې راټول شي او د شمالي اروپا په لور حرکت وکړي. اټکل شوی و چې دغه کاروان د اپریل په ۵مه نېټه شمالي اروپا ته خپل سفر پیل وکړي. خو یونان کې څه پېښ شول او یوناني چارواکي له دغه کاروان سره څنګه چلند وکړ؟

یونان کې د مېشتو کډوالو دغه ابتکار د جنوبي امریکا د کډوالو له کاروان څخه الهام اخیستی و. دوی غوښتل چې د مقدونیې له پولو څخه تېر شي او د شمالي اروپا په لور حرکت وکړي.

د هیلې کاروان په اړه خبرونه د یوې داسې رسنۍ له خوا خپور شول چې، د کاروان د تنظیم کوونکو او ګډونوالو په حواله، کومه سیاسي رسنۍ نه وه. 

د کاروان تنظیم کوونکي ویلي وو چې د کډوالو سفر د اپریل په ۵مه نېټه پیلېږي. دوی همداراز کډوالو ته ویلي وو چې د انساني کرامت تر بیرغ لاندې راټول شي، ځان سره خیمې او کافي خواړه ونیسي، قانون رعایت کړي او یوناني چارواکو ته درناوی وکړي.

خو د هیلې کاروان د اپریل په ۵مه له واقعیت سره مخامخ شو: د کډوالو او پولیسو تر منځ شخړې وشوې، ځینې کسان ټپیان شول، پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست، او بالاخره کډوال له سیمې څخه لاړل.

د جمعې پر ورځ په زرګونو کډوالو دیواتا سیمه کې راټول شول. بل لور ته اټن ښار کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال د لاریسا په ریل سټیشن کې راټول شول او تکټونه یې واخیستل. دوی غوښتل چې تسالونیکا او دیاواتا کمپونو ته ولاړ شي.

د یک شنبې په ورځ چارواکي اورګاډي ودرول.

د جلال مطر په نوم یو کډوال وایي: «هیله مو دا وه چې یونانيان له موږ سره مرسته وکړي او پرېږدي چې سرحد ته ولاړ شو.»

مطر زیاتوي: «اټن کې پولیس د تسالونیکي ټول اورګاډي ودرول.»

د هغه په خبره، پولیس همداراز اعلان وکړ چې د اپریل په ۵مه سرویسونه د یونان شمالي سیمې ته نه شي تللی ځکه د سړک د بیارغونې کار جریان لري.

دیاواتا سیمه کې لوی لاریون

سوریایي کډوال رمضان چې د مهاجرو په کاروان کې و وایي: «دیاواتا سیمه کې شاوخوا ۶۰۰۰ کډوال راټول شوي وو، پولیسو هم په سیمه کې وو...»

«په ځینو نورو سیمو کې هم کډوال راټول شوي وو، خو دیاواتا کې د کډوالو شمېر تر ټولو ډېر و.»

رمضان زیاتوي: «ځینې رسنۍ وایي چې کډوال له پولیسو سره شخړه کړې، خو دا خبره بالکل ناسمه ده. پولیس له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست... دوی له ماشومانو او ښځو سره هم بد چلند وکړ.»

رمضان وایي چې د بشري حقونو سازمانونه هم په سیمه کې وو او غوښتل یې چې له اعتراض کوونکو سره مرسته وکړي. خو پولیس هغوی ته د مرستې کولو اجازه ور نه کړه. 

«موږ یوازې له چارواکو څخه غواړو چې سرحدونه پرانیزی.»

د هیلې کاروان ځینې تنظیم کوونکي ونیول شول

سرچینې کډوال نیوز ته وایي چې یوناني سرتېري د کاروان ځینې تنظیم کوونکي نیولي دي.

جلال مطر دا خبره تاییدوي: «د نیول شویو کسانو په ډله کې ځینې کډوال د هویت اسناد نه لري او ممکن چې له یونانه اخراج شي. موږ د هغوی د سرنوشت په اړه کوم معلومات نه لرو.»

هغه زیاتوي چې د نیول شویو کسانو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېږي.

په همدې حال کې د یونان د مهاجرت وزیر دیمیټریس ویستاس وایي چې د سرحدونو پرانیستل یو جعلي خبر و. د نوموړي په خبره یونان کې مېشت کډوال غواړي چې له پولو څخه تېر شي نو پر جعلي خبرونو باور کوي. هغه زیاتوي چې قاچاق وړونکي د سرحدونو د پرانیستلو په اړه جعلي خبرونه خپروي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یونان: د مهاجرو پر مخ سرحدونه نه دي پرانیستل شوي

ولې د هیلې کاروان بریالی نه شو؟

د مطر په حواله، د کډوالو د دغه اقدام تر پیل مخکې قاچاق وړونکي رسنیو او یوناني چارواکو ته ویلي وو چې کاروان سیاسي موخه لري.

هغه زیاتوي چې قاچاق وړونکي د یاد کاروان د مسیر په اړه معلومات تر لاسه کړي وو.

د هیلې کاروان همداراز پراخ رسنیز پوښښ نه درلود.

کډوالو سره د یوناني پولیسو چلند هم د دغه کاروان د نابریالیتوب لامل و.

اوس مهال تر ۷۰۰۰۰ ډېر کډوال یونان کې بند پاتې دي. دوی معمولاً له افغانستان، سوریې او عراق څخه راغلي دي. 


 

نورې ليکنې