رویترز، هانا اماره
رویترز، هانا اماره

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي د هغو کډوالو په اړه اندېښمنه ده چې د لیبیا په جګړه ځپلو سیمو کې په توقیف کې دي. د یادې ادارې د یو رپوټ له مخې طرابلس ښار کې د جګرو له کبله تر ۲۸۰۰ ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره وایي د هغو کډوالو په اړه اندېښمنه ده چې د لیبیا په جګړه ځپلو سیمو کې په بند کې دي. یاده اداره د دوشنبې په ورځ وویل چې د لیبیا په پلازمېنه طرابلس ښار کې د جګرو له کبله تر ۲۸۰۰ ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

د یادې ادارې د یو رپوټ له مخې، اکثره بې ځایه شوې کورنۍ امنو سیمو کې د خپلو خپلوانو کورونو ته کوچېدلي دي او ځینې نورې یې د تاجورا ښار په یو کمپ کې اوسېږي.

رپوټ زیاتوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له چارواکو سره خبرې کوي څو هغه زیان منونکي کسان امنو ځایونو ته انتقال شي چې جګړه ځپلو سیمو کې په توقیف کې دي.

د سعد* په نوم یو کډوال چې اوس مهال د طرابلس په زیتان توقیف ځای کې دی کډوال نیوز ته وایي: «موږ له دغه وضعیت څخه ویره لرو. دلته ټول کډوال له دې ویرېږي چې دوی ته څه پېښ شي. وضعیت دومره خراب دی چې حتی د زیتان ساتونکي هم له زندانه بهر ته تللی نه شي.»

نوموړی زیاتوي: «دلته ښځې او ماشومان هم دي. ځینې کسان ناروغ شوي. د څښاک پاکو اوبو او کافي خوړو نه شته. ډاکټر هم نه شته. ممکن چې وضعیت نور هم خراب شي. اوس موږ ته په ټوله ورځ کې یوازې یو ځل مکروني ورکول کېږي. یوازنۍ هیله مو دا ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان دغه ځای ته لاس رسی ومومي.»

د یکشنبې په ورځ طرابلس ښار ته نږدې د ملي یووالي حکومت سرتېرو او د مارشال خلیفه حفتر د ملېشو تر منځ جګړې پیل شوې.

د دوشنبې په ورځ لیبیا کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشره ماریا ریبیرو د جګړې له دواړو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د ملکيانو امنیت و بشري حقونو ته پام وکړي.

د قذافی رژیم له نسکورېدو راهیسې طرابلس د سیالو ملېشو د جګرو صحنه ده. هغه کډوال چې غواړي د لیبیا له لارې اروپا ته ولاړ شي کله ناکله په دې جګرو کې بند پاتې کېږي. د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې طرابلس کې د سیالو ملېشو ترمنځ جګړې روانې وې. همداراز  په ۲۰۱۷م کال د سي ان ان یوه ویدیو د هغو کډوالو انځورونه وښودل چې د لیبیایي ملېشو له خوا یرغمال شوي ول.


*مستعار نوم
 

نورې ليکنې