د یوتوپیا ۵۶ له پاڼې څخه
د یوتوپیا ۵۶ له پاڼې څخه

نن سه شنبې د کډوالو د خراب وضعیت پر ضد پاریس کې شاوخوا ۱۵ مهاجر پلوه سازمانونه خپل فعالیتونه ځنډولي او اعتصاب یې کړی دی.

د سه شنبې په ورځ شاوخوا ۱۵ مهاجر پلوه سازمانونه د فرانسې پلازمېنه پاریس ښار کې د کډوالو د ناوړه وضعیت پر ضد خپل فعالیتونه وځنډول او اعتصاب یې وکړ.

دغه سازمانونه چې هره اوونۍ کډوالو ته خواړه، جامې، بسترې او خیمې برابروي وایي، د پاریس په شمالي سیمه کې یې د کډوالو پر وړاندې د حکومت د سیاست د افشا کولو له پاره خپل فعالیتونه ځنډولي دي.

د یادو سازمانونه په خبرپاڼه کې راغلي، له درېو کلونو راهیسې د پاریس په شمال ختیځ کې د کډوالو کمپونو د جوړولو او تړلو «باطل دور» تکرارېږي. 

خپرپاڼه زیاتوي چې د کمپونو د تړلو پر مهال له کډوالو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی کېږي.

«یوازنۍ وسله»

په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ غړي یان مانزي کډوال نیوز ته وایي: «د سه شنبې په ورځ کډوالو ته د سرپناه برابرولو ګزمې ځندول شوې، هغوی ته بړستنو هم نه وېشل کېږي. خو ځینې سازمانونه پر هغوی خواړه وېشي.»

د ښاغلي مانزي په حواله د دغه اعتصاب موخه دا ده چې چارواکو ته د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو د خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړي.

هغه زیاتوي: «اعتصاب مو یوازنۍ وسله ده.»

د نوموړي په وینا ممکن چې د مهاجر پلوه سازمانونو د فعالیتونو ځنډېدو کډوال اغېزمن کړي، خو اعتصاب یوازې د یوې ورځې له پاره دی.

ښاغلي مانزي وایي چې راتلونکې کې ښایي د سازمانونو اعتصاب تمدید شي.

«کډوال لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري» 

بل لور ته پاریس کې د نړیوالو ډاکټرانو سازمان مشر لوي باردا کډوال نیوز ته وایي: «له درېو کلونو راهیسې حکومت هېڅ ډول سیاسي اراده نه لري چې دغو خلکو سره مرسته وکړي. موږ غواړو چې د سرپناه برابرولو عملیاتونه په واقعي او جدي ډول ترسره شي. د مهاجرو په کمپونو کې یوازې سازمانونه او ښاریان لیدل کېږي حال دا چې دا د حکومت مسولیت دی.»

نوموړی زیاتوي چې د پاریس په کمپونو او په ځانګړې توګه په پورت دو لا شاپل کمپ کې کډوال لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسی نه لري.

ښاغلي باردا دا هم وایي چې ځینې کډوال پر روحي ناروغیو اخته شوي. ځینې نور یې له تنفسي ستونزو، سردردۍ او د غاښو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

تر زرو ډېر کډوال په سړکونو کې اوسېږي

بل لور ته د فرانس تغ دزیل ادارې مشر پي. انري فرانسوۍ ورځپاڼې لا کروا ته ویلي، تر هغه وخت چې د فرانسې په ټولو سیمو کې د کډوالو د هرکلي یو سیسټم جوړ نه شي، موږ مجبور یو چې د کډوالو پسې منډې ووهو. 

مارچ میاشت کې د ترسره شوې سرشمېرنې له مخې د پاریس په شمال ختیځ سیمه او په ځانګړې توګه په پورت دو لا شاپل کې له ۹۰۰ تر ۱۸۰۰ کډوال اوسېږي. یاده سیمه کې د اپریل په ۴مه د کډوالو یو کمپ وتړل شو او شاوخوا ۳۳۵ کسانو ته سرپناوې برابرې شوې. 

خو سرویس کې د ځای د نشتوالي له کبله لږ تر لږه ۲۰۰ کسان سیمه کې پاتې شول.

د مارچ پر ۲۷مه د پاریس ښارواله ان هیدالګو ویلي و چې غواړي هره پنجشنبه یادې سیمې ته ولاړه شي ترڅو حکومت د کډوالو د وضعیت په اړه اقدام وکړي. نوموړې زیاته کړه چې د فرانسې حکومت پرېږدي د «ښار په درازو کې بې وقاري او ګډودي» حاکمې شي.

خو د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو د نوموړې په ځواب کې وویل چې ۲۰۱۸ کې یې ۷۳۰۰ کسانو او د ۲۰۱۹ له پیل راهیسې ۲۰۰۰ نورو مهاجرو ته سرپناوې برابرې کړې. 


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو یو کمپ وتړل شو
 

نورې ليکنې