د نانت په سنت – اېربلېن ښارګوټي کې په سلګونو کډوال په یوه جمنازیم کې اوسېږي. دې ځای کې کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. دوی وایي چې دولت د هغوی د ژوند وضعیت ته پام نه کوي.
د سنت – اېربلېن جمنازیم اوسېدونکي د سهار په ۱۱ بجو له خوبه پاڅېږي. ځینې کډوال خپل غاښونه مینځي، ځینې کسان ډوډۍ خوړي، ځینې نور یې تر خیمو لاندې پاتې کېږي. بهر کې تر لسو ډېر کډوال یو بل سره خبرې کوي.
مامدو وایي: «دا هم خبریال دی؟ دلته هره ورځ یو خبریال راځي، خو زه نه پوهېږم چې دولت ولې نه راځي. زموږ وضعیت ته هېڅوک پام نه کوي.»
۲۷ کلن مامدو له ګینیا څخه راغلی او د فرانسې د پناه غوښتنې ملي محکمې پرېکړې ته انتظار دی.
هغه زیاتوي: «د تېر نومبر راهیسې دغه جمنازیم کې اوسېږم. وضعیت مو ورځ تر بلې خرابېږي.»
«دوه میاشتې نورې په دغه وضعیت کې»
د ورتې پارک تر تخلیې وروسته تېر کال شاوخوا ۶۰ کډوالو ته د سنت – اېربلېن په ژن برنارد جمنازیم کې ځایونه برابر شوي وو. د یو مهاجر پلوه سازمان غړې یونا کډوال نیوز ته وایي: «لومړي سر کې دلته یوازې ۶۰ کډوال اوسېدل. خو بیا ځینې نور کډوال هم جمنازیم ته راغلل.» دغه سازمان، اوتر کانټین، هره شپه ۲۵۰ کډوالو ته وړیا خواړه ورکوي.
نن سبا جمنازیم کې تر ۲۵۰ ډېر کسان اوسېږي چې په ډله کې یې ښځې هم دي.
اټکل دی چې د نانت د قضایي ارګانونو د یوې پرېکړې له مخې یاد جمنازیم په دوو میاشتو کې تخلیه شي.
جمنازیم کې یو بل کډوال مانمان یو رسمي سند ته نظر اچوي او خپلو ملګرو ته وایي: «جمنازیم د جون په ۹مه تخلیه کېږي.»
مامدو وایي: «دوه میاشتې نورې په دې وضعیت کې.»
نوموړی هیله لري چې دولت ور ته د اوسېدو ځای برابر کړي.
د جمنازیم اوسېدونکي پر خپلو اداري چارو بوخت دي: له قومندانۍ سره مرکه، له اوفپرا سره مرکه، د پناه غوښتنې له ملي محکمې څخه د بیاکتنې غوښتنه. ګن شمېر کډوال هم دوبليني شوي کسان دي.
د اداري مرستو نشتوالي
احمد تر خپلې خیمې لاندې ناست دی او په لاس کې یې رسمي سندونه شته. دغه چاډي کډوال یوې رضاکارې ته وایي: «مرستې ته اړتیا لرم. دغه فورمه باید ډکه شي. خو زه په فرانسوي ژبه نه پوهېږم.»
اریتریایي کډوال همداراز له اداري ستونزو سره مخامخ دي.
جمنازیم کې ځینې تشنابونه شته. خو مامدو وایي چې اوبه یخه ده او تشنابونه له چټلۍ نه ډک دي. د نانت ښاروالۍ دغه جمنازیم کې درې تشنابونه جوړ کړي دي.
د شپې له خوا ګواښونه ډېر دي
جونا وایي چې د ورځې له خوا اریتریایي او سوډاني کدوال فرانسوي کورسونه ته ځي، خو نور کډوال پر خپلو تېلېفونونو ویډیوګانې ګوري، له یو بل سره خبرې کوي، موسیقي اوري او یا فوټبال لوبوي.
ابوبکر له نورو کډوالو سره مرسته کوي. دغه ۲۹ کلن ګینیایي کډوال جمنازیم کې سلماني لري. هغه وایي: «په ګینه کې ډم وم. اوس له هغو کسانو سره مرسته کوم چې مرستې ته اړتیا لري.»
جمنازیم کې ټول کډوال د خپل ژوند له وضعیت څخه شکایت لري. دوی وایي چې دغه ځای کې د شپې له خوا شخړې رامنځته کېږي. وضعیت دومره خراب دی چې ځینې کډوال جمنازیم نه بهر خیمې درولې دي.