زيهوفر د مهاجرت د قوانينو د سختولو له غوښتونکو څخه دی
زيهوفر د مهاجرت د قوانينو د سختولو له غوښتونکو څخه دی

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر ويلي چي هغه مهاجر چي د خپل هويت په تثبيت او نورو اړونده موضوعاتو کي همکاري نه کوي، هغوی بايد د همکار مهاجرو په شان اسناد ونه لري.

د آلمان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند سياستوال او د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د چارواکو سره د همکاري نه کوونکو مهاجرو له پاره د ضوابطو د سختولو وړانديز کړی دی. زېهوفر ويلي دي چي هغه مهاجر چي د خپلو نشته اسنادو او هويت تثبتوونکو کاغذونو په موندنه کي د چارواکو سره اړينه همکاري نه کوي، د هغوی له پاره بايد ځانګړې کاتېګوري جوړه کړله سي. نوموړي په دې تړاو وړانديز کړی چي دغه ډول «نه همکاري کوونکو» ته دي د «ناڅرګند هويت لرونکو لپاره دولدونګ» په نوم سند رامنځ ته کولو وړانديز کړی دی.

زېهوفر ويلي چي د همکاري نه کوونکو مهاجرو اسناد بايد د همکاري کوونکو مهاجرو په پرتله د سختو شرايطو سره مل وي. د آلمان خبري آژانس ته د «تنظيم سوي بېرته لېږد قانون» په نوم د هغې مسودې نقل رسېدلی چي پکښي د زېهوفر ياد وړانديز ته ځای ورکول سوی دی.

ياد آژانس ته د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۰مه نېټه) داسي معلومات ورسېدل چي د قانون ياده مسوده به د پنجشنبې په ورځ و اړونده ادارو، سازمانونو او ايالتي چارواکو ته ولېږدول سي تر څو د هغوی نظر ورباندي وپوښتل سي. اټکل کيږي چي په راتلونکې چهار شنبې به د آلمان کابينه د دغې مسودې په هکله فيصله وکړي چي په دغه شکل يې په پارلمان کي رايه اچونې ته وړاندي کړي که څنګه.

د نوي قانون د مسودې له مخي هر هغه مهاجر چي د اړين ميعاد لرونکي پاسپورټ او نورو اړينو اسنادو د لاس ته راوړو په ترڅ کي «د کړنې وړ کوښښونه» ونه کړي، په نقدي توګه به د هغه جرمانه کول ممکن وي. د دې تر څنګ وړانديز سوی چي دغه ډول مهاجرو ته به په آلمان کي د کار کولو اجازه نه ورکوله کيږي او نه به هم ورسره د مسلکي زدکړو په ترڅ کي مرستي کيږي.

دي پي اې / ا.و.ا

 

نورې ليکنې