د اپریل ۱۰مه. کرېډېټ: @seaeyeorg
د اپریل ۱۰مه. کرېډېټ: @seaeyeorg

د پنجشنبې په شپه د سي ای سازمان له هغې کښتۍ څخه چې ۶۲ کډوال په کې بند پاتې دي، یوه مېنداوره ښځه د مالتا په یوه بندر کې شکته کړل شوه.

سي ای سازمان په یوه خبرپاڼه کې وایي، غه ۲۳ کلنه نایجریایۍ کډواله تر عصبي حملې وروسته د مالتا په خاوره کې ښکته کړل شوه.

سي ای زیاتوي چې مالتایي چارواکي په خورا چټکۍ او مهارت سره یادې ښځې سره مرسته وکړه.

دا په دوو ورځو کې دویمه ښځه ده چې د روغتیایي لاملونو له کبله له ایلان کردي کښتۍ څخه ښکته کېږي.

د سه شنبې پر ورځ یوه ۲۴ کډواله د ټیټ فشار له کبله مالتا یو بندر کې ښکته کړل شوې وه.

د اپریل پر ۳مه الان کردي کښتۍ ۶۴ کدوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي وو.

یاده کښتۍ لومړی د ایټالیا د لامپدوسا بندر په لور روانه وه. خو د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني وویل چې برلین دې د دغو کډوالو مسولیت په غاړه واخلي ځکه یاده کښتۍ د المان تر بیرغ لاندې فعالیت کوي.

له برلین سره د یوې موافقې پر بنسټ ښاغلی سالویني د جمعې پر ورځ وویل، سي ای کښتۍ کې دوو ښځو او دوو ماشومانو ته اجازه ورکوي چې د ایټالیا په لامپدوسا بندر کې ښکته شي. خو یاد کډوال دغه وړاندیز رد کړ. 

اوس مهال ایلان کردي کښتۍ د مالتا په ساحلي اوبو کې ده.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: له مدیترانې څخه ژغورل شوي کډوال تر اوسه پورې په ایلان کردي کښتۍ کې بند پاتې دي


 

نورې ليکنې