د ادغام په کورسونو کي د ژبي او آلماني ټولنې په تړاو ښوونه کيږي
د ادغام په کورسونو کي د ژبي او آلماني ټولنې په تړاو ښوونه کيږي

زيات مهاجر د کار له پاره په مرکه کي د ژبي د اړينې وړتيا د نه لرلو له کبله ناکامه کيږي. په دې ترڅ کي د بهتره انسجام سوو مرستو اړتيا ليدله کيږي. د آلمان د ۱۶ ايالتونو د ادغام وزيران پر دغو امکاناتو دوه ورځنۍ غونډه لري.

په آلمان کي په داسي حال کي شرکتونه د کارګرو له کمښت څخه سرټکوي چي په عين حال کي په زرهاؤ مهاجر هم د کار او روزګار په تلاښ دي. زيات وختونه د مهاجرو مسلکي وړتياوي د کار له پاره کفايت کوي خو د ژبي نه پوهه د کار موندنې په لاره کي ورته لوی خنډ وي. لږ وخت تر مخه د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان بامف ادارې داسي ارقام خپاره کړي ول چي له مخي يې د ادغام په کورسونو کي ونډه وال هر دويم کس د ژبي په امتحان کي ناکامه کيږي.

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د دغه هيواد د ۱۶ ايالتونو ايالتي د ادغام وزيران څوارلسم دوه ورځنۍ کلنی کانفرانس لري. دغه کانفرانس به د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اپريل ۱۱مه نېټه) پېل سي او د جمعې په ورځ به پای ته ورسيږي. په دغه کانفرانس کي به د نورو موضوعاتو تر څنګ د مهاجرو له پاره د آلماني ژبي د زدکړي پر موضوع هم غور و فکر وسي. د ادغام له پاره د برلين ايالتي وزيري يا سناتوري اېلکه برايتنبخ د سږني کانفرانس له پېل څخه تر مخه وويل چي د مهاجرو له پاره د کارموندنې په ترڅ کي «ژبه هغه تر ټولو مهم» عنصر دی. هغې زياته کړه چي بېله د ژبي د زدکړي څخه هيڅکله هم څوک ځان ته مسلکي او کاري ليد لوری نسي جوړولای. د دغې وزيري په وينا بېله ژبي د زدکړي څخه څوک د يوې ټولنې برخه هم نه سي ګرځېدلای.

په ياد دوه ورځني کانفرانس کي به د ادغام له پاره ايالتي وزيران پر دې د خپلو نظرونو تبادله وکړي، چي په آلمان کي د مهاجرو د بهتره ادغام او هغوی ته د بهتره ليدلوري او چانسونو برابرولو له پاره بايد کوم نوي اقدامات وسي. سږنی کانفرانس د «رارسېدل، برخه درلودل، پاته کيدل» تر عنوان لاندي جوړيږي. په سږني کانفرانس کي به هم د ژبي موضوع يوه له مهم ترينو موضوعاتو څخه وي. د برلين د ادغام وزيره برايتنبخ وايي چي د مهاجرو له پاره د ژبي د زدکړي د کورسونو په ترڅ کي بايد د آلمان د ايالتونو او د مرکزي حکومت تر منځ بايد همږغي زياته کړله سي. د دغې وزيري په وينا تر اوسه پوري په دې تړاو همږغي «هيڅ نسته» او دا چي دا «يوه ډېره جدي ستونزه ده».

د ژبي کورس د ټولو له پاره

د آلمان د کيڼ ګوند سياستواله او د ادغام له پاره د دغه ايالت سناتوره برايتنبخ وايي چي په اصل کي بايد «ټولو» هغو کسانو ته چي آلمان ته د اوسېدنې له پاره راځي د آلماني د ژبي د زکړي امکانات برابر کړل سي. هغې د آلمان له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د بامف ادارې له خوا وړاندي کېدونکي د ادغام کورسونه دي د ټولو مهاجرو يا آلمان ته راغلو کډوالو له پاره پرانيزي.

دمګړی د ادغام کورسونه يوازي هغو پناه غوښتونکو ته ورکول کيږي کوم چي په آلمان کي د پاته کېدو زيات ليدلوری لري. هغه مهاجر چي بعضي معينې مرستي تر لاسه کوي، هغوی حتی مکلف کيږي چي د ادغام کورسونه واخلي. په دغو کورسونو کي د آلماني ژبي تر څنګ د آلمان د ټولنې او اړونده نورو آلماني موضوعاتو په هکله معلومات ورکول کيږي.

هغه کسان چي په هکله يې اټکل کيږي چي په آلمان کي به د پاته کيدو چانس نه لري، يا د کوم خوندي ارزول سوي هيواد يا د اروپايي اتحاديې د غړي هيواد سره تړاو لري، هغوی د ادغام په کورسونو کي د ونډه اخيستلو امکانات نه لري. د ادغام له پاره د آلمان د حکومت ځانګړې استازې انېت ويدمن ماوڅ هم د مارچ په مياشت کي د دې غوښتنه کړې وه چي د ژبي د زدکړي کورسونه دي ټولو مهاجرو ته برابر کړل سي.

تر نيمايي کم بهرنيان په آلمان کي کار مومي

د کار او روزګار له پاره د آلمان د فدرالي ادارې د ارقامو پر اساس په آلمان کي د کار په تلاښ د بهرنيانو نژدې نيمه برخه په دې بريالۍ کيږي چي د ټولنيزو بيمو او تقاعدي مالياتو سره مل کارونه ومومي. پاته نيمه برخه بهرنيان په دې نه توانيږي چي ياد کارونه ځان ته پيدا کړي. د اروپايي ستري وچي له دباندي هيوادونو (افغانستان، اريتريا، عراق، ايران، نيجيريا، سوماليا او سوريې) څخه آلمان ته راتلونکو پناه غوښتونکو څخه حتی صرف څلورمه برخه په دې توانيږي چي ياد ډول کارونه ومومي. د ټولو بهرنيانو چي په آلمان کي په ياد ډول کار موندنه کي پاته راځي فيصدي ۴۳،۶ سلنه ده.

د برايتنبخ په وينا د کار ياده وضعه ډېره خرابه ده او بايد چي د مسلکي زدکړو او کار د بهتره نوو قوانينو له لاري پکښي بهتري راوستله سي. هغه زياتوي چي شرکتونه چي د کارګرو د کمښت سره مخامخ دي روانې وضعي سره پوهاوی نه لري. د هغې په وينا دا ځکه چي هغه کارګر چي د دغو شرکتونو په کار ورتللای سوای د آلماني ژبي په ازموينو کي ناکامه کيږي.

ين د. والتر

 

نورې ليکنې