له ارشیف څخه: ۲۰۱۷، مدیترانه کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه: ۲۰۱۷، مدیترانه کې د کډوالو یوه کښتۍ. کرېډېټ: رویترز

د ایټالوي رسنیو په حواله د پنجشنبې په شپه تر۷۰ ډېر کډوال د ایټالوي سرتېرو له خوا په لامپدوسا بندر کې ښکته کړل شوي دي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې یاد کډوال باید له ایټالیا څخه اخراج کړل شي.

ځایي رسنۍ وایي چې د پنجشنبې په شپه تر ۷۰ ډېر کډوال د ایټالیا د ګمرکي او ساحلي سرتېرو له خوا په لامپدوسا بندر کې ښکته کړل شوي دي.

نیول شوي کډوال ویلي چې له لیبیا او تونس څخه راغلي دي.

د کډوالو بېړۍ پرون سهار د سیسیل په ساحلي اوبو کې درول شوې وه. دوی بیا د ایټالیا د ګمرکي او ساحلي سرتېرو له خوا لامپدوسا ته انتقال شول.

پولیسو د کډوالو د تابعیت په اړه شک څرګند کړی. دوی همداراز زیاته کړې چې لامپدوسا کې به د یادو کډوالو د هویت معلومولو او د اخراج بهیر چټک شي.

بل لور ته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې یاد کډوال باید له ایټالیا څخه اخراج کړل شي. 

ماتیو سالویني واک ته تر رسېدو وروسته مدیترانه کې د ژغورنې کښتیو ته اجازه نه ورکوي چې د ایټالیا په بندرونو کې لنګر واچوي.

نوموړی په دې اند دی چې د همدغه سیاست په پایله کې یې په «زرګونو کسانو» له مرګه ژغورلي دي.


ورته مطالب: ایلان کردي کښتۍ څخه یوه مېندواره ښځه مالتا کې ښکته کړل شوه

 

نورې ليکنې