سنت - اتین سیمه کې ځینې کسان د کډوالو د اخراج پر وړاندې اعتراض کوي. کرېډېټ: France Bleu Saint-Étienne Loire @bleustetienne
سنت - اتین سیمه کې ځینې کسان د کډوالو د اخراج پر وړاندې اعتراض کوي. کرېډېټ: France Bleu Saint-Étienne Loire @bleustetienne

د رپوټونو په حواله نن جمعه لسګونه کډوال د فرانسې د سنت – اتین سیمې له بورس بازار څخه و ایستل شول. دغه سیمه کې له لسو ورځو راهیسې نږدې سل کډوال اوسېدل.

د فرانسې خبري اژانس له مخې لسګونه کډوال او پناه غوښتونکي د جمعې په ۸ بجو د سنت – اتین سیمې له بورس بازار څخه و ایستل شول.

د بشري حقونو لیګ یو استازی د فرانسې خبري اژانس ته وویل، د سنت – اتین قومندانۍ د ټولنیزو خدماتو استازي په سیمه کې دي او ټولو هغو ۷۷ کډوالو ته سرپناوې برابروي چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنه کړې.

بل لور ته د سنت – اتین د پولیسو قومندانۍ ویلي چې د سنت – اتین سیمې په بورس بازار کې شاوخوا ۵۰ کډوال اوسېږي. دوی ټول پناه غوښتونکي دي او دوسیې یې تر څېړنو لاندې دي.

یاده قومندانۍ زیاته کړې چې د یادو کډوالو د اوسېدو ځای ستونزو د هوارولو له پاره یې حل لاره موندلې.

د فرانسې یوه محکمه د اپریل پر ۳مه پرېکړه کړې وه چې د سنت – اتین ښاروال د یو شکایت پر بنسټ یاده سیمه باید له کډوالو څخه تخلیه شي. یاد کډوال د مرکزي اروپا او افریقایي هیوادونو څخه راغلي وو. 


 

نورې ليکنې