د اژې سمندر. کرېډېټ: پیکچر الاینز
د اژې سمندر. کرېډېټ: پیکچر الاینز

د یونان ساحلي سرتېري وایي چې د یکشنبې په ورځ (د اپریل ۱۴مه) اژې سمندر کې یوه ښځه ډوبه شوې او ۵۱ نور کډوال ساموس ټاپو ته رسېدلي دي. د یوه بل خبر له مخې د یکشنبې په ورځ یوناني سرتېري اژې سمندر کې ۴۱ نور کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

پولیسو د ژغورل شويو کډوالو له خولې وایي چې یاده ښځه د ساموس ټاپو کارلواسي بندر کې تر ښکېدو کېدو مخکې د اژې سمندر په اوبو کې ولوېده او ډوبه شوه.

تر اوسه د یادې ښځې هویت نه دی په ډاګه شوی.

بل لور ته یوناني چارواکي وایي چې د یکشنبې په ورځ یې د ساموس ټاپو په ساحلي اوبو کې ۴۱ کډوال ژغورلي دي.

ساموس د اژې سمندر یو له هغو ۵ ټاپوګانو – لېسبوس، خیوس، لېروس او کوس – دی چېرته چې هره ورځ په لسګونو کډوالو له کښتیه ښکته کېږي.

د ساموس ټاپو د هرکلي او نوم لیکنې کمپ تر اندازې زیات ډک دی: د رسمي شمېرو له مخې یاد کمپ د ۶۵۰ کسانو ظرفیت لري خو ۳۷۰۰ کسان په کې اوسېږي.

یوناني حکومت زیان منونکي کډوال له ساموس نه د مرکزي یونان نورو کمپونو ته انتقالوي.

د یوناني خبري اژانس انا په حواله د یکشنبې په ورځ ۵۰۰ کسان پیرې کمپ ته انتقال شول چې اټن ښار ته نږدې موقعیت لري.

تر دې مخکې د یونان د مهاجرت وزیر ډیمیتریس ویتساس ویلي وو چې ساموس کې به د کډوالو د هرکلي له پاره یو بل کمپ پرانیستل شي.  


 

نورې ليکنې