د جمعې په ورځ د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو د کمپونو تر تخلیې وروسته شاوخوا ۵۰ کسان د ارسۍ ښار ماري – تېرېز – ایکیوم جمنازیم ته انتقال شوي دي.
د فرانسوۍ ورځپاڼې لو پاریزین په حواله د جمعې په ورځ (د اپریل ۱۲مه) د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو کمپونو تر تخلیې وروسته شاوخوا ۵۰ کډوال د ارسۍ ښار ماري – تېرېز– ایکیوم جمنازیم ته انتقال شوي دي.
یاد کډوال له افغانستان، پاکستان او شمالي افریقا څخه راغلي دي.
د کوالیا سازمان یو غړی وایي: «هڅه به مو دا وي چې له هغوی سره په دوامداره توګه مرسته وکړو... د فرانسوي ژبې کورسونه به د دوشنبې په ورځ پیل شي.»
اټکل دی چې یاد کډوال د مې میاشتې تر ۳مې پورې دغه جمنازیم کې پاتې شي.
پاریس کې د تخلیې پر له پسې عملیاتونه
د جمعې په ورځ د پاریس په پورت دو لا شاپل کې د کډوالو یو بل کمپ وتړل شو. د دغو عملیاتو په پایله کې شاوخوا ۳۰۰ کډوالو ته د پاریس د قومندانۍ له خوا سرپناوې برابرې شوې.
په تېره یوه اوونۍ کې دا دریم ځل دی چې پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو د سرپناه ورکولو عملیاتونه ترسره کېږي.
د جمعې په ورځ د پاریس قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د عملیاتو په پایله کې مو ۲۶۹ سړيو او یو زیان منونکی کس ته سرپناوې برابرې کړې.»
یاده قومندانۍ زیاته کړه چې په دوو ورځو کې یې ټولټال ۷۸۵ کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.
تر دې مخکې د پورت دو لا شاپل په کمپونو کې د اریتریایي، سوډاني او افغان کډوالو تر منځ د شپې له خوا شخړې رامنځته شوې وې.
د پولیسو په حواله ۱۷ کډوال شخړو کې د ښکېلتیا په تور نیول شوي دي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د پاریس په پورت دو لا شاپل سیمه کې د کډوالو یو کمپ وتړل شو