کډوال د پاریس د ساینس او صنعت په ښارګوټي کې. کرېډېت: ان دیاندرا لوارن/کډوال نیوز
کډوال د پاریس د ساینس او صنعت په ښارګوټي کې. کرېډېت: ان دیاندرا لوارن/کډوال نیوز

د پاریس ښاروالۍ وایي د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې دغه ښار کې «د کډوالو کور» پرانیستل کېږي. اټکل دی چې «د کډوالو کور» د مهاجرو له پاره د معلوماتو او ابتکاراتو مرکز په توګه خپل فعالیت پیل وکړي.

د پاریس ښاروالۍ مرستیاله دومینیک ورسیني د دوشنبې په ورځ وویل، جون میاشت کې به پاریس کې «د کډوالو کور» جوړ شي. نوموړې زیاته کړه چې دغه ځای د کډوالو له پاره د معلوماتو او ابتکاراتو مرکز په توګه خپل فعالیت پیلوي.

اغلې ورسیني په یوه عمومي غونډه کې وویل، «د کډوالو کور» د پاریس ښاروالې ان هیدالګو پخوانۍ پروژه وه.

اټکل دی چې یاد مرکز د پاریس په ۱۴مه ناحیه کې پرانیستل شي. د اغلې ورسیني په حواله تر دوو کلونو وروسته «د کډوالو کور» د ژان کارې سیمې ته انتقالېږي چې یو پخوانی ښوونځی دی او له ۲۰۱۵ راهیسې د کډوالۍ کړکېچ سمبول ګڼل کېږي.

دغه مرکز به د ایمائوس سولیداریتې او سینګا سازمانونو له خوا اداره شي. 

د سوق ورکولو مرکز

د ایمائوس سولیداریتې عمومي مشر برونو مور کډوال نیوز ته وایي، یاد مرکز نه یوازې له کډوالو بلکې څېړونکو، زده کوونکو او د پاریس ښاریانو سره هم مرسته کوي.

ښاغلی مورل زیاتوي چې مرکز کې به یوه کافتریا، یو کتابتون او معلوماتي ورکشاپونه هم جوړ شي.

کافتریا کې کډوال له کمپیوټرونو څخه ګټه اخیستلی شي. 

د مرکز په کتابتون کې به همداراز په ټولو ژبو کې کتابونه موجود وي.

د ښاغلي مورل په خبره د کډوالو کور د فرانسوي ژبې د زده کړو په برخه کې هم فعالیت کوي او د محاورې کورسونه دایروي.

هنري فعالیتونه، لکه ستریټ ارټ، هم په مرکز کې ترسره کېږي.

بل لور ته ښاغلی مورل زیاتوي چې مرکز د کډوالو د ادغام په برخه کې هم فعالیت کوي: کډوالو ته د زده کړو زمینې برابروي او ور ته د کار موندلو په برخه کې سلامشورې ورکوي.

مرکز کې همداراز یوه روغتیایي څانګه هم پرانیستل کېږي. ښاغلی مورل وایي چې زیان منونکي کډوال او یا هغه کسان چې له روغتیایي ستونزو سره مخ دي د بې سرحده ډاکټرانو سازمان، د نړۍ ډاکټرانو سازمان او یا د پریمو لیوي مرکز ته لېږدول کېږي. 

تر دې مخکې د پاریس ښارواله ان هیدالګو ویلي و چې د فرانسې حکومت د پاریس په کمپونو کې «واقعیت ردوي». د نوموړې په خبره یاد کمپونو کې ګډوډي حاکمه ده. 

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پاریس قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې په دوو ورځو کې یې ټولټال ۷۸۵ کسانو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: پاریس: د کمپونو تر تړلو وروسته په لسګونو افغان او پاکستاني کډوال یو جمنازیم ته انتقال شول

 

نورې ليکنې