موریا کمپ د یونان په لېسبوس ټاپو کې موقعیت لري او دغه هیواد کې د کډوالو اصلي کمپ بلل کېږي. د رپوټونو له مخې موریا کې شاوخوا ۸۰۰۰ کډوال اوسېږي. یاد کډوال د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه راغلي او په ډله کې یې ګڼ شمېر افغانان هم دي. د ون هپي فامیلي په نامه یوه ټولنه موریا کمپ ته نږدې کډوالو ته یو کتابتون جوړ کړی. کډوال نیوز د دغه کتابتون له مسول محمد رضایي سره مرکه کړې.
کولی شئ موږ ته د خپل ژوند په اړه ووایئ؟
زما نوم محمد رضایي دی. ۲۶ کلن او مجرد یم. د افغانستان یم خو ایران کې زېږېدلی او لوی شوی یم. له ۷ میاشتو راهیسې په یونان کې اوسېږم. درې میاشتې کېږي چې د کتابتون د چلولو مسولیت په غاړه لرم. کمپیوټر ساینس کې مې لېسانس سند ترلاسه کړی. یونان ته مې تر راتلو مخکې ایران کې د کارګر په توګه کار کاوه.
یونان ته مې په قاچاقي توګه مهاجرت وکړ. درې اوونۍ مې په خطرناکو لارو کې تېرې کړلې.
اوس په یونان کې ستاسو وضعیت څنګه دی؟
اوس په موریا کمپ کې اوسېږم. یونان کې مې د پناه غوښتنه ورکړه. د یوناني چارواکو د ځواب انتظار کوم. هیله لرم چې غوښتنه مې ومنل شي او همدغه ځای کې خپل نوی ژوند پیل کړم.
کولی شئ چې موږ ته د موریا کمپ کتابتون په اړه ووایئ. دغه کتابتون د چا له خوا جوړ شوی، څومره کتاب په کې شته او په کومو ژبو؟
کتابتون د یو یوناني سازمان له خوا جوړ شوی چې «ون هپي فامیلي» یا «یوه خوشحاله کورنۍ» نومېږي. درې میاشتې کېږي چې د کتابتون د چلولو مسولیت په غاړه لرم. دلته تر ۲۰۰۰ ډېر کتابونه شته. په فرانسوي، انګرېزي، یوناني او آلماني ژبو. په اردو او عربي ژبو هم کتابونه شته. یو کتاب هم په فارسي ژبه: «افغانستان در مسیر تاریخ» چې لیکوال یې میر غلام محمد غبار دی. دلته بېلابېل کتابونه شته: ښوونیز کتابونه، د ژبو د زده کړې کتابونه، ناولونه. د ماشومانو له پاره هم کتابونه شته. موریا کمپ کې ډېر کسان د «هاري پاټر» پسې ګرځي. ځینې کډوال هم د خالد حسیني کتابونه لټوي. «ګدي پران باز» یا «کایټ رنر» ډېر زیات لوستونکي لري.
هغه کډوال چې کتابتون ته مراجعه کوي معمولاً د کومو هیوادونو دي؟
ډېری یې افغانان دي، شاوخوا ۸۰ سلنه. یاد کډوال معمولاً هغو کورسونو ته ځي چې د ون هپي فامیلي سازمان له خوا جوړ شوي دي. دوی معمولاً د ژبو د زده کړې کتابونو په لټه کې دي.
کتابتون چېرته موقعیت لري؟ له موریا کمپ نه لېرې دی؟
کتابتون په یوه کانټینر کې جوړ شوی او له کمپ نه ۳۰ دقیقې فاصله لري. نو ویلی شو چې لېرې نه دی.
د مراجعه کوونکو شمېر او د کتاب ورکولو سیستم په اړه ووایئ.
ډېری یې نارینه کډوال دي او له افغانستان څخه راغلي. په ورځ کې له ۵ تر ۱۵ کسان کتابتون ته مراجعه کوي. دوی هغه کډوال دي چې کتاب لوستلی شي. افغان کډوال معمولاً د فارسي کتابونو په لټه کې دي. خو دلته یوازې یو فارسي کتاب شته. ډېرې هڅې مو وکړې چې هغوی ته فارسي کتابونه برابر کړو. خو ستونزه دا ده چې د لېسبوس ټاپو په کتاب پلورنځیو کې فارسي کتابونه نه شته. کتابتون یو سایټ لري او یو ډېتابېس. کډوالو ته کارت ورکول کېږي. دوی کولی شي چې کتابتون ته را شي او په کافیتریا کې مطالعه وکړي. او یا کتاب له ځان سره یوسي.
تاسو خپله کتابونه لولئ که نه؟
زما مسلک کمپیوټر ساینس دی. د پروګرامېنګ په برخه کې کار او مطالعه کوم. خو که رښتیا ووایم د کتاب لوستلو وخت نه لرم. مسولیتونه مې ډېر دي او کتاب لوستلی نه شم.
په اخر کې د کډوال نیوز لوستونکو ته څه ویل لرئ؟
باید ووایم چې موریا کې د کډوالو ژوند ډېر سخت دی. دوی له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. کمپ کې امکانات نه شته او کډوال ستړي شوي. زه خپله تر یوې خیمې لاندې ژوند کوم. هیله لرم چې یوه ورځ دغه ناوړه وضعیت پای ته ورسېږي.