له ارشیف څخه: د پاریس په شارل دوګول هوایي ډګر کې د زاپي څانګه. کرېډېټ: کډوال نیوز
له ارشیف څخه: د پاریس په شارل دوګول هوایي ډګر کې د زاپي څانګه. کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسه کې د هویت له جعلي سندونو څخه ګټه اخیستل جرم بلل کېږي. په دې وروستیو کې د فرانسې ځینې دیپارتمنونه د هغو کډوالو د دوسیو په تړاو څېړنې پیل کړې دي چې د خپلو عمرونو په اړه یې درواغ ویلي دي.

فرانسه کې یو ۴۷ ګینیایي کډوال پولیسو ته د خپل عمر په اړه د ناسمو معلوماتو ورکولو په تور د رن ښار یو اداري توقیف خانې ته واستول شو. نوموړی د شارانت ښار د پولیسو قومندانۍ ته ویلي وو چې ۱۶ کلن دی او غواړي چې «د ماشومانو سره د ټولنیزو خدماتو ادارې» له مرستو څخه برخمن شي.

فرانسه کې کم سنه او بې سرپرسته کډوال د دولت له له ځینو ځانګړو مرستو څخه برخمنېږي. خو په لومړي سر باید د هغوی عمرونه معلوم کړل شي. دغه هیواد کې د عمر د تعیینولو چارو د «د ماشومانو سره د ټولنیزو خدماتو ادارې» له خوا ترسره کېږي.

د زندان خطر

ځینې نور کډوال چې پولیسو ته یې د هویت جعلي سندونه ورکړي وو د قضایي ادارو تر تعقیب لاندې دي. د سیماد سازمان غړې ویولن هوسن وایي: «د فرانسوي دپیارتمنتونو د شکایت کولو په صورت کې ممکن چې دغه کډوال د څو میاشتو له پاره بندي خانې ته واچول شي، اداري توقیف خونو ته واستول شي، اخراج شي او یا هم جرمانه ورکړي.»

تېر کال د فرانسې په موتنپلیې ښار کې د شاوخوا شلو کډوالو پر وړاندې شکایتونه ثبت شوي دي.

خو د یادونې وړ ده چې فرانسه کې د داسې مواردو شمېر کم دی. په ۲۰۱۸م کال کې د مونپلیې په هرو دیپارتمنت کې د جعلي سندونو ۲۷ قضیې ثبتې شوې وې، حال دا چې دغه دپیارتمنت کې ۲۸۵ کډوال د کم عمره کسانو په توګه پېژندل شوي وو.

کم عمره کډوال خو جعلي سندونه

ویولن هوسن وایي چې له جعلي سندونو څخه ګټه اخیستونکو کډوالو ته سزا ورکول کېږي. خو نوموړې زیاتوي چې کم عمره کډوال ممکن په ځینو مواردو کې د دغې پدیدې قربانیان وي.  

سیماد سازمان همداراز وایي چې په ځینو حالاتو کې کم عمره کډوال ځان سره د بالغو کسانو سندونه لري. په دې وروستیو کې لیون ښار کې یو کډوال د یوې محکمې له خوا د کم عمره مهاجر په توګه وپېژندل شو. خو نوموړی له جعلي سندونو څخه د ګټه اخیستلو په تور له بالغو کسانو سره په توقیف کې و.


 

نورې ليکنې