د اپریل ۳مه: ایرانۍ سوکوهونکې صدف خادم. کرېډېټ: رویترز/اسټېفن مې
د اپریل ۳مه: ایرانۍ سوکوهونکې صدف خادم. کرېډېټ: رویترز/اسټېفن مې

ایرانۍ سوکوهونکۍ صدف خادم چې د شنبې په ورځ یې د فرانسې په رویان ښار کې خپله لومړۍ رسمي لوبه وګټله خپل هیواد ته نه ستنېږي. د رپوټونو له مخې ایران کې د اغلې خادمي او د هغې د مربي مهیار منشي پور د نیولو امر شوی دی.

ایرانۍ سوکوهونکۍ صدف خادم د شنبې په ورځ د فرانسې په رویان ښار کې خپله لومړۍ رسمي لوبه وګټله. نوموړې لومړنۍ ایرانۍ سوکوهونکې ده چې په رسمي لوبو کې د ایران له لوري ګډون کړی.

د اغلې خادم د رسنیزو اړیکو مسوله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې هغه ایران ته نه ستنېږي. د هغې په خبره صدف خادم او مربي یې مهیار منشي پور ایران کې تر قضایي تعقیب لاندې دي او د نیولو حکم یې شوی دی.

نوموړې زیاته کړې، صدف خادم او مهیار منشي پور غوښتل چې د سه شنبې په ورځ ایران ته بېرته ولاړ شي، خو بیا یې خپل سفر لغوه کړ.

بل لور ته د ایران د سوکوهنې فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې، چې د ایران د سپورټ او ځوانانو وزارت له خوا خپره شوې، دغه خبره رده کړه.  

اغلې خادم او مربي یې اوس د فرانسې په پواتیې ښار کې اوسېږي.

د اپریل ۱۱مه: صدف خادم د تمرین پر مهال. کرېډېټ: رویترز/رژي دووینو

«له اسلامي قوانینو څخه سرغړونه»  

صدف خادم د ایران په پلازمېنه تهران کې د فېټنس مربي وه. د هغې مربي مهیار منشي پور، چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۶ پورې یې په سپک وزن اتلوالي شپږ ځله ګټلي ده، د فرانسې او ایران غبرګ تابعیت لري. هغه غوښتل چې تر لوبې وروسته اغلې خادم سره ایران ته ولاړ شي.

د رپوټونو له مخې ۲۴ کلنه صدف خادم د ایران له قوانینو په سرغړونه تورنه شوې ده. د ایران د قانون له مخې د حجاب اغوستل جبري دي. اغلې خادم په سیالیو کې یوه بنیان او لنډه لمن اغوستي وو.

بل لور ته د صدف خادم مربي ویلي چې د یو اس ام اس له لارې یې د نیول کېدو امر په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.

«د ښځو د حقونو سمبول»  

په همدې حال کې د فرانسې د سپورټ وزیره رکسانا ماراسینو د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، د اغلې خادم دغه لوبه «یوه ښکلې مبارزه» وه. نوموړې زیاته کړه چې دغه لوبه د ښځو د حقونو په برخه کې سمبولیک ارزښت لري.

د اغلې ماراسینو په حواله صدف خادم فرانسې ته د راتلو په خاطر قانوني ویزه درلوده او فرانسه کې یې یوه قانوني سیالي کوله.   

بل لور ته د ایران د سوکوهنې فدراسیون مشر حسین ثوري ویلي چې دغه سوکوهونکې فدراسیون کې د ثبت شویو لوبغاړو په ډله کې نه ده او فعالیتونه یې د فدراسیون په چوکاټ کې نه دي ترسره شوي.

اغلې خادم له درېو کلونو راهیسې په خپله یوه خونه کې سوکوهنه پیل کړې ده. د هغې د مربي په خبره نوموړې لومړنۍ ښځینه سوکوهونکې ده چې په رسمي سیالیو کې یې د ایران له لوري ګډون کړی.

صدف خادم د تېرې شنبې په ورځ خپلې فرانسوۍ سیالې ان شوون ته د فرانسې په رویان ښار کې ماته ورکړه. نوموړې تر لوبې وروسته وویل، خپله بریا ټولو هغو کسانو ته ډالۍ کوي چې د ایران د ساتلو په لاره کې خپل ځانونه له لاسه ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې که ښځې وغواړي نو له غرونو څخه هم تېرېدلی شي.

 

نورې ليکنې