ځینې کډوال په ناڅاپه توګه له خپلو هیوادونو څخه تښتېدلي دي، ځینې نور یې مهاجرت ته تیاری نیولی. اوس پوښتنه دا ده چې کډوال اروپا ته د مهاجرت پر مهال کوم شیان له ځان سره اخلي. عکسونه یا ارزښتناک شیان؟ او یا جامې او پیسې؟ کډوال نیوز رپوټ ورکوي.
هغه کډوال چې په ناڅاپه توګه له خپلو هیوادونو څخه تښتېدلي دي
مالیک دیالو د ګینې کوناکري دی. نوموړی ایل دو فرانس کې د کډوالو د هرکلي او سوق ورکولو په یو مرکز کې اوسېږي. هغه ډوبلیني دی خو غواړې چې په راتلونکې کې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.
«وېره مې درلوده. په ناڅاپه توګه مې سفر پیل کړ. خپل تېلېفون مې واخیست. همداراز درې جامې او دوه پټلونونه مې واخیستل. ټول وسایل مې په یوه کڅوړه کې وو. ما غوښتل چې خپل ډېپلوم ځان سره واخلم. زه د ژباړنې په برخه کې لېسانس لرم... ما سره ۱۰۰۰۰ ګینیایي پیسې وې.»
***
سیسوکو د مالي دی. په ۲۰۱۶ کې نوموړی اروپا ته د رسېدو په خاطر له لیبیا او مدیترانې څخه تېر شوی دی. هغه اوس د ایل دو فرانس د هرکلي په یو مرکز کې اوسېږي. سیسوکو ډوبلیني دی خو غواړي چې په راتلونکې کې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړي.
«خپله کڅوړه مې واخیسته. یو پټلون او یو بالاپوش په کې وو. له ځان سره مې ډوډۍ هم واخیسته. ما سره نه کوم رسمي سند و او نه کوم عکس. خو فرانسه کې اوس ځینو سندونو ته اړتیا لرم – لکه زما د پلار د وژل کېدو سند. د خپلې مور هغو عکسونو ته هم اړتیا لرم چې هغه په کې نظامي جامې اغوستې وې.»
لاندري د کامرون دی. نوموړی له څو میاشتو راهیسې په تونس کې ژوند کوي او غواړي چې د مدیترانې له لارې اروپا ته راشي.
«په ناڅاپه توګه مې سفر پیل کړ. خپل تېلېفون مې واخیست. بانکي کارت مې هم واخیست. نایجریا کې مې جامې او د تشناب وسایل واخیستل. قاچاق وړونکي کډوالو ته وایي چې دوی د خپل سفر پر مهال ځان سره یوازې د څښاک اوبه درلودلی شي.»
***
ژاک د کانګو دی. هغه د کانګولا د ولسمشر جوزف کابیلا خپلوان دی. نوموړی له خپل هیواد څخه په ناڅاپه توګه تښتېدلی. ژاک اوس مهال په فرانسه کې اوسېږي او همدلته یې د پناه غوښتنه کړې ده.
« په ناڅاپه توګه مې سفر پیل کړ. اړ وم چې د کانګو له سمندره تېر شم. ما سره ډوډۍ وه. د غاښونو برس مې هم زما په کڅوړه کې و. خپل تېلېفون مې په جیب کې پټ کړی و. نورې جامې مې نه درلودې. پیسې مې هم نه درلودې. زما یو ملګری قاچاق وړونکو ته پیسې ورکړې.»
هغه کډوال چې له ځان سره یې هېڅ شی نه دي اخیستي
اریتریایي کډوال یونس له سوډانه تر تېرېدو وروسته لیبیا ته رسېدلی دی. نوموړی له څو کلونو راهیسې د لیبیا په یوه توقیف خانه کې بند پاتې دی.
«ما سره د سفر وسایل نه وو. کافي وخت مې نه درلود. اریتریا کې که څوک له ځان سره یوه کڅوړه هم ولري نو د شکمن کس په توګه پېژندل کېږي. ما خپل تېلېفون واخیست او بس. که خلک پر تاسو شک وکړي نو دوی حتماً پولیسو ته خبر ورکوي. له همدې کبله ما سره نه کومه کڅوړه وه نه اوبه او نه غذا. له سرحدونو څخه تېرېدل ډېر خطرناک کار دی.»
هغه کسان چې د مهاجرت له پاره یې تیاری نیولی
فریده د سوریې ده. هغه اوس په المان کې اوسېږي.
«ما د خپل کور کلۍ واخیسته. اوس مې کور ویجاړ شوی. خو زه د همدغې کلۍ له لارې له خپل هیواد سره عاطفي اړیکه ساتم.»
***
سمیع د سوریې دی. هغه اوس په آلمان کې ژوند کوي او د مهاجر په توګه پېژندل شوی دی.
«د خپلې مور شال مې واخیست. مور مې په خندا سره وویل چې دا د ښځو شال دی. هغه په دې نه پوهېده چې زه د همدغه شال له لارې له هغې سره اړیکه ساتم. دغه شال تل له ما سره دی.»
افوساتو د عاج د ساحل دی. هغه له لسو کلونو راهیسې پاریس کې ژوند کوي او اشپز دی.
«زه په الوتکه کې فرانسې ته راغلم. ما سره یو بکس و. ځینې جامې مې هم درلودې. د هویت کارت او پاسپورټ مې هم ما سره وو.»
***
سیلا ابراهیما سوري د ګینیا دی. نوموړی الجزایر کې ونیول شو او نایجریا ته واستول شو. هغه د مهاجرت نړیوال سازمان د یو پروګرام په چوکاټ کې بېرته خپل هیواد ته ستون شوی دی.
«تر سفر مخکې مې خپل تېلېفون واخیست. یو غټ بکس هم ما سره و چې په کې ډېرې جامې وې. ما خپل پاسپورټ هم واخیست. لاره کې مې ډېر پټلونونه او تي شېرټونه نورو کسانو ته ورکړل. یوه کتابچه هم ما سره وه چې زما د ټولو خپلوانو شمېرې په کې ثبت شوې وې.»
***
کریست د کانګو برازویل دی. هغه ۲۰۱۵ کې له خپل هیواد څخه یونان ته سفر وکړ. کریست اوس په تسالونکی کې ژوند کوي او د اریس سالونیک د باسکټبال کلب غړیتوب لري.
«ما سره یوه کوچنۍ کڅوړه وه. یو بکس مې هم درلود چې سپورټي جامې، د باسکټبال ټوپ او د ټنېس وسایل په کې وو. د سرژ ایباکا (د کینشاسا یو نامتو باسکټبالر) یو عکس هم ما سره و. خو اړ شوم چې د سفر پر مهال خپل ټول وسایل سمندر ته واچوم. ځکه کښتۍ کې ډېر کسان سپاره وو او د ډوبېدو خطر موجود و.»
عبدالله افغان دی. نوموړی له ۵ کلونو راهیسې له خپل هیواد څخه وتلی دی. هغه اوس فرانسه کې ژوند کوي، ډوبلیني دی او غواړي چې راتلونکې کې د پناه غوښتنه وکړي.
«ما سره یوازې یوه کڅوړه او ځینې جامې وې. بلوز مې هم درلود. ځان سره مې وچې میوې هم واخیستې: بادام، کشمش او خرما. پیسې مې زما په نیکر او کمربند کې ځای پر ځای شوې وې.»