له ارشیف څخه: کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس
له ارشیف څخه: کډوال د یونان او مقدونیې په سرحد کې. کرېډېټ: رویترز/الکساندروس اورامیدیس

د شمالي مقدونیې پولیس د دغه هیواد پر شمالي لویه لاره یوه لارۍ درولې چې د صربستان په لور یې ۵۸ مهاجر لېږدول. بل لور ته د یونان پولیس وایي چې د جمعې په ورځ یې یوه لارۍ کې ۵۹ کډوال موندلي دي.

د شمالي مقدونیې پولیس د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه لارۍ یې د یکشنبې په ماسپېښین درولې ده.

خبرپاڼه زیاتوي چې یو کوسوفیایي او درې مقدونیایي کسان د یادو کډوالو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې دغه لارۍ کې پټ شوي ۵۶ کډوال د پاکستان او ۲ نور یې د سوریې دي.

د چارواکو په حواله کډوال د مقدونیې سوېلي ښار ګوجیلیجا ته استول شوي چې یوناني پولو ته نږدې موقعیت لري. اټکل دی چې یاد کډوال یونان ته ولېږدول شي.

د شمالي مقدونیې پولیس وایي چې نیول شوي کډوال له یونانه شمالي مقدونیې ته ننوتلي او غوښتل یې چې د صربستان سرحدي سیمو ته ولاړ شي.

یونان کې ۵۹ کډوال په یوه لارۍ کې وموندل شول

بل لور ته د جمعې په ورځ د یونان پولیس تسالونیک ښار ته نږدې پر یوه لویه لاره کې یوه لارۍ ودروله چې غلا شوی پلېټ یې درلود و او ۵۹ بې سنده کډوال په کې سپاره وو.

د یونان پولیس وایي چې موندل شوي کډوال د بکسونو تر شا پټ کړل شوي وو.

د چارواکو په حواله یاد کډوال د سومالیې، افغانستان، بنګله دېش، مصر، اریټریا، عراق، فلسطین او سوډان دي.

کډوال پولیسو ته ویلي چې ترکیه کې یې یو قاچاق وړونکي ته ۱۵۰۰ یورو ورکړي چې هغوی له ترکیې نه یونان ته ورسوي.

پولیس وایي چې ۶۱ کلن بلغاریایي لارۍ چلوونکی یې هم نیولی دی.


 

نورې ليکنې