۲۰۱۶: کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز/جیورګوس موتافیس
۲۰۱۶: کډوال د یونان په لېسبوس ټاپو کې. کرېډېټ: رویترز/جیورګوس موتافیس

د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۱۸مه) شاوخوا ۵۰ سازمانونه په یوه رپوټ کې وویل چې یونان کې د کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی. یاد سازمانونه وایي چې اروپا کې د راتلونکو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ښايي د کډوالو وضعیت نور هم خراب شي.

د تاوتریخواليو د پېښو د ثبت شبکه د پنجشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې وویل چې یونان کې کډوال د تاوتریخوالي قربانیان دي. ۴۶ ټولنې، چې په ډله کې یې د سره صلیب او د بخښنې نړیوال سازمانونه هم دي، د دغې شبکې تر چتر لاندې راټول شوي دي.

یاده ټولنه ۲۰۱۸م کال کې د تاوتریخوالي ۱۱۷ قضیې څېړلې او وایي چې دغو پېښو قربانیان په عمومي توګه کډوال او پناه غوښتونکي دي.

یاده ټولنه همداراز زیاتوي چې ۲۰۱۷ کې د کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۲ او ۲۰۱۶ کې ۹۵ پېښې ثبت شوې وې. رپوټ کې راغلي چې اروپا کې د اروپایي او ملي ټاکنو په را رسېدو سره ممکن چې د کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راشي. د رپوټ له مخې د ۲۰۱۵م کال د ملي ټاکنو پر مهال یونان کې د تاوتریخوالي ۲۷۳ پېښې ثبت شوې وې.

د یادې ټولنې په حواله یونان کې «اوب دورې» هغه نازیستي ګوند دی چې تر دې مخکې یې د مهاجرو پر وړاندې په تاوتریخواليو کې لاس درلود. 

د تاوتریخواليو پېښو د ثبت شبکه زیاتوي چې د اروپایي ټاکنو په را رسېدو سره ښایي د کډوالو پر ضد د تاوتریخوالي کچه یو ځل بیا لوړه شي.  

«اوب دورې» د تاوتریخوالي سمبول

د «اوب دورې» ګوند د مشرانو او غړو محاکمه د ۲۰۱۵م کال په اپریل میاشت کې پیل شوه. تر دې دمه د یاد ګوند ۶۹ غړي محاکمه شوي چې په ډله کې یې د «اوب دورې» مشر ۶۱ نیکوس میهالولیاکوس هم دی. یاد کسان د «جرمي شبکې د جوړولو» په تور له ۵ کاله تر ۲۰ کالو حبس محکوم په سزا شوي دي.

د اوب دورې مشرتوب د نازیسم او تاوتریخوالي په تړاو تورونه رد کړي او ویلي چې یو سخت دریځی او نشنلیست ګوند دی.


 

نورې ليکنې