۲۰۱۷: کډوال د اټن ښار په سکاراماګاس کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
۲۰۱۷: کډوال د اټن ښار په سکاراماګاس کمپ کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

د یونان حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې هغه کډوال چې له ۶ میاشتو راهیسې په دغه هیواد کې د مهاجر په توګه پېژندل شوي، اړ دي چې خپل د اوسېدو ځایونه پناه غوښتونکو ته ورکړي. دغه ځایونه د اروپایي ټولنې د یو پروګرام په چوکاټ کې یوازې پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي. اوس مهال په زرګونو وزګارو کډوالو پر دې اندېښمن دي چې ښايي یو ځل بیا په سړکونو کې ژوند وکړي.

یونان کې په زرګونو کډوالو پر دې اندېښمن دي چې د اوسېدو ځایونه یې ښایې هغو پناه غوښتونکو ته ورکړل شي چې تر اوسه پورې د دغه هیواد د چارواکو له خوا د مهاجر په توګه نه دي پېژندل شوي.

افغان کډوال عبدالله احمدي چې له خپلو ۵ ماشومانو او خپلې ښځې سره د اټن ښار په یوه لېرې پرته سیمه کې اوسېږي او د مهاجر په توګه پېژندل شوی، وایي: «اړ یم چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له خپل کور څخه ووځم.»

اټکل کېږي چې د یوناني چارواکو د دغې پرېکړې له کبله نږدې ۶۸۰۰ کډوال د خپلو اوسېدو له ځایونو څخه اخراج کړل شي. دغه ځایونه د اروپایي ټولنې د استیا او د کډوالو په چارواکو د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د پروګرامونو په چوکاټ کې یوازې پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي.  

اوس عبدالله اړ دی چې خپل د اوسېدو ځای څخه ووځي. خو نوموړی وایي چې تر اوسه یې کار نه دی موندلی او وېره لري چې ښایي په سړکونو کې ژوند وکړي. هغه زیاتوي: «له درېو کلونو راهیسې د دندې په لټه کې یم. خو دلته یوازې کوچني کارونه موندل کېږي.» عبدالله احمدي اټن ښار ته تر را تلو مخکې د یونان په لېسبوس ټاپو کې اوسېده.

یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ ویاند بوریس چشیرکوف وایي: «دا پروګرام یوازې پناه غوښتونکو ته ځانګړی شوی دی: د مهاجر په توګه منل شوي کډوال اړ دي چې د ۶ میاشتو تر تېرېدو وروسته له خپلو کورونو څخه ووځي. خو تر اوسه پورې دغه قانون عملي شوی نه و.»

یونان کې په زرګونو هغو پناه غوښتونکو چې په ټاپوګانو کې بند پاتې دي او په تدریجي ډول د یونان مرکزي سیمو ته استول کېږي، د اوسېدو ځایونو ته اړتیا لري. د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۳۱مه شاوخوا ۱۶۰ کډوال اړ شول چې د خپلو اوسېدو له ځایونو څخه ووځي څو پناه غوښتونکو ته سرپناوې برابرې شي. د مارچ میاشتې په پای کې د یونان د مهاجرو چارو وزیر دیمیتریس ویتزاس یوې یونانۍ راډیو ته وویل: «نږدې ۲۰۰ کډوال خپل د اوسېدو ځایونه پرېښودلي. اوس هغو کسانو ته سرپناوې برابرېږي چې لېسبوس او ساموس ټاپو کې په بدو شرایطو کې ژوند تېروي.»

ګڼ شمېر کډوال ښایې په سړکونو کې ژوند وکړي

یونان کې د مهاجر په توګه منل شوي کسان له مرستو څخه ګټه اخیستلی شي. د یونان د مهاجرو چارو وزیر په حواله دولت له وزګارو کسانو سره ټولنیزې مرستې کوي.

خو عبدالله احمدي وایي، وېره لري چې یو ځل بیا په سړکونو کې ژوند وکړي.

بل لور ته مهاجر پلوه سازمانونه د یونان د دغه سیاست پر وړاندې غبرګون ښودلی. اټن ښار کې د یو سازمان غړې کریستینا اسوانا د یو لاریون پر مهال وویل: «څو ورځې مخکې ځینې کډوال د خپلو اوسېدو له ځایونو څخه اخراج کړل شول. ځینې نور کډوال به په جون میاشت کې اخراج شي.»

نوموړې زیاته کړه: «دا یوه ښه خبره ده چې کډوال پر خپلو پښو ودرېږي او د سازمانونه او ملګرو ملتونو مرستو ته اړتیا و نه لري. خو د دې کار د ترسره کولو له پاره د ادغام یو پروګرام ته اړتیا شته.»

د ۲۰۱۸م کال په پای کې د استیا پروګرام په چوکاټ کې ۲۲۶۸۶ کډوالو ته د یونان په مرکزي سیمو کې د اوسېدو ځایونه برابر شوي وو.

اوس مهال یونان کې شاوخوا ۷۰۰۰۰ کډوال اوسېږي چې نږدې ۱۵۰۰۰ تنه یې د اژې سمندر په ټاپوګانو کې بند پاتې دي.

 

نورې ليکنې