مدافع وکیله اود ریمیلو د پناه غوښتنې ملي محکمې په انتظار سالون کې. کرېډېټ: کډوال نیوز
مدافع وکیله اود ریمیلو د پناه غوښتنې ملي محکمې په انتظار سالون کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

فرانسه کې د پناه غوښتنې ملي محکمه یوازنۍ هغه اداره ده چې د قانون له مخې حق لري د پناه غوښتونکو په اړه د اوفپرا ادارې پرېکړې ردې کړي او یا یې ومني. رد شوي کډوال اړه دي چې د پناه غوښتنې ملي محکمې ته تر مراجعه کولو مخکې د خپل مدافع وکیل له لوري خپل ټول سندونه دغې قضایي ادارې ته وړاندې کړي.

د کډوالو انتظار سالون د پناه غوښتنې ملي محکمې په لومړي پوړ کې موقعیت لري. یاد سالون کې په لسګونو کډوالو خپلو محاکمو ته انتظار باسي.

افغان کډوال حسن د محاکمې تر دایرېدو مخکې په انتظار سالون کې ناست دی. اټکل دی چې نوموړی د ورځې په دوو بجو د محکمې سالون ته ولاړ شي.

سالون کې ځینې نور کډوال له خپلو وکیلانو سره خبرې کوي. یاد وکیلان د ژباړونکو په مرسته خپلو موکلانو ته د دوسیو د وروستني جزییات په اړه معلومات ورکوي.

حسن د خپلې وکیلې د راتلو په انتظار دی. د نوموړي د ژوند کیسه د نورو کډوالو کیسو په شان پیچلې ده.

د پناه غوښتنې ملي محکمه او د هزارګانو په اړه پرېکړې

۳۸ کلن حسن د افغانستان په غزني ولایت کې د مالدارۍ په برخه کې کار کاوه. نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې کابل ته ځي او خپل د کلي تولیدات خرڅوي. خو کله چې هغه غواړي بېرته غزني ته ولاړ شي په لاره کې د طالبانو له خوا نیول کېږي. حسن اوفپرا سره په خپله مرکه کې ویلي، جېب کې یې د پیسو د شتوالي له کبله د طالبانو زندان ته واچول شو. نوموړی د یو بل زنداني په مرسته د طالبانو له زندانه تښتي او غزني ته تر بېرته رسېدو وروسته پرېکړه کوي چې له افغانستانه ووځي.

ښاغلی حسن د ایران، ترکیې، یونان، بلغاریا، صربیا، هنګري او اتریش هیوادونو څخه تر تېرېدو وروسته المان ته ورسېد او هلته یې د پناه غوښتنه ورکړه. خو المان کې یې غوښتنه رد شوه.

د حسن مدافع وکیله اود ریمیلو د اوفپرا د منفي ځواب په اړه وایي: «اوفپرا د کډوالو د دوسیې د ردولو په صورت کې خپل ټول دلایل په یو رسمي لیک کې لیکي. خو د افغان کډوالو وضعیت یو څه پیچلی دی. افغانستان کې جګړه روانه ده او افغان کډوال غواړي وپوهېږي چې ولې یې غوښتنې رد شوې.»

تر محاکمې مخکې

اود ریمیلو پرون حسن ته د محاکمې او د اوفپرا د منفي ځواب په اړه معلومات ورکړي.

د اغلې ریمیلو په حواله، اوفپرا په خپل لیک کې ویلي چې «د حسن د نیول کېدو دلایل د قناعت وړ نه دي». دغه وکیله وایي چې حسن اوفپرا کې د خپل توقیف په اړه کافي دلایل نه دي وړاندې کړي: دا چې د غزني – کابل لویه لاره خطرناکه ده او ګواښونه په کې ډېر دي د ټولو افغانانو په هکله صدق کوي.

خو له ټولو دغو نیمګرتیاوو سره سره اغلې ریمیلو د حسن د دوسیې په اړه خوشبینه ده. نوموړې چې د رد شویو کډوالو دوسیې پر مخ یوسي وایي هره دوسیه خپلې ځانګړتیاوې لري.


د بېلګې په توګه: «اوس مهال غزني کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او هزارګان له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي. د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې فرانسه کې داسې یو حقوقي استدلال موجود و چې: افغانستان کې هزارګان نور د سیسټماټیکو تاوتریخوالیو قربانیان نه دي. خو ستونزه دا ده چې دغه نظر پر داسې یو رپوټ استوار دی چې د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې لیکل شوی او اوس د اعتبار وړ نه دی.»

د خبریالانو رول

ریمیلو د خپلې دفاعیې د لیکلو له پاره نوي سندونو ته اړتیا لري. نوموړې د انترنټ له لارې ځینې داسې مقالې او رپوټونه راټول کړي چې د افغانستان او غزني د اوسني وضعیت په اړه لیکل شوي دي.  

تر دوو ساعتونو انتظار وروسته بالاخره حسن او اود ریمیلو د محکمې سالون ته ځي. سالون کې یو قاضي، یو رپوټ ورکوونکی او د محکمې منشي ناست دي.

علني محاکمه...

محاکمه کې رپوټ ورکوونکی د حسن د دوسیې او جسمي حالت په اړه راپور ورکوي. هغه همداراز د اوفپرا د ځواب په اړه وایي او افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکوي. نوموړی د فرانسوۍ رسنیو پر هغو مطالبو استناد کوي چې له مخې یې افغانستان کې هزارګان د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.

رپوټ ورکوونکی په پای کې وایي چې د حسن ویناوې د افغانستان له واقعیتونو سره مطابقت لري. نوموړی بیا له حسن څخه ځینې پوښتنې مطرح کوي: «ښځه یې هزاره ده که نه؟ د افغانستان د کوم ولایت ده؟ او نورې پوښتنې...»

د تړلو درازو تر شا

د محکمې په دهلیز کې د شورماشورو له کبله قاضي امر کوي چې د حسن محاکمه باید د تړلې دروازې تر شا ادامه ومومي. د قاضي د دغې پرېکړې په پایله کې محکمه کې ټول کسان – د کډوال نیوز خبریال په شمول – باید له سالونه ووځي. اوس یوازې حسن، د هغه مدافع وکیله، قاضي، منشي، رپوټ ورکوونکی او یو ژباړونکی په سالون کې شته.

د محاکمې په پای کې حسن په مسکا سره له سالونه وځي.

د حسن مدافع وکیله وایي، د محکمې پرېکړه په څلورو ورځو کې اعلان شي.

 

نورې ليکنې